ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 May 2013 - 10:36
هلمند کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 May 2013 - 10:36

لښكرګا (پژواك ۲۹ غويى ۹۲): د هلمند په مركز لښكرګا كې نهه تنه وسله والو او پوليسو ته د يوې نښتې په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غويي په ۲۹مه پژواك خبري اژانس ته وويل، د ګودر په سيمه كې وسله والو طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وكړ.

نوموړى زياتوي، د دې نښتې په پايله کې، چې نيم ساعت يې دوام درلود، دوه طالبان وژل شوي، پنځه پوليس او دوه وسله وال ټپيان شوي دي.

د همدې سيمې يو  اوسيدونكى عبدالخالق وايي، نښتې شاوخوا نيم ساعت دوام وکړ او دواړو خواو سپکې او درنې وسلې کارولې.

نوموړي زياته كړه، چې تر جګړې وروسته  سيمې ته  نور امنيتي ځواكونه  هم ورسېدل.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د لښكرګا د مختار كمپ  په سيمه كې يې د پوليسو په امنيتي پوسته په بريد کې اوه پوليس وژلي او پوسته يې له منځه وړې ده.

نوموړي ومنله، چې  په دې جګړه کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان  دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.