ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د وسله والو بېلابېلې ٢٠٠ ډلې فعاليت کوي

author avatar
20 May 2013 - 14:56
author avatar
20 May 2013 - 14:56

د نورستان والي تميم نورستاني دغه څرګندونې د غويي په ٣٠مه د دغه ولايت په مرکز پارون کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه غونډه د امنيت د ټينګښت، د حکومتوالۍ پراختيا او متوازن انکشاف تر سرليک لاندې جوړه شوې ،چې په کې له کابل څخه راغلي لوړ پوړي پلاوي هم ګډون کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په پلاوي کې د امنيت د لېږد د کمېسيون د مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي سربېره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي او د يو شمېر نورو وزارتونو مرستيالان او استازي شامل دي.

د دغه ولايت يوې بلې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې والي تميم نورستاني د غونډې ګډونوالو ته د تندو او تېزو خبرو ترڅنګ پر مرکزي حکومت هم سختې نيوکې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو څلورمه لوا بايد په نورستان ولايت کې موجوده وي، خو د دفاع وزارت د چارواکو له لوري په کونړ ولايت کې مېشته شوې ده.

والي وايي: ((په دغه ولايت کې د ملي اردو يواځې ١٩٦ سرتېري مېشت دي ،چې د امنيت په ټينګولو کې هېڅ رول نه شي لوبولى.))

تميم نورستانى زياتوي، چې د سرحدي پوليسو اوم کنډک هم بايد په نورستان ولايت کې واى،، خو له بده مرغه هغه هم په کونړ ولايت کې پروت دى.

د ده په خبره، د فتح ګل دره په نورستان کې د مخالفينو د تګ راتګ يوه له ټولو مهمو لارو ګرځېدلې ده.

د نورستان والي ويلي، چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو ١٩٨ ډلې په فعاليتونو بوختې دي.

هغه زياتوي: ((په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى او د اى اېس اى فعاليت يې يو په څو چنده دى.))

نوموړي له مرکزي دولته وغوښتل، چې په نورستان کې دې د سيمه ييزو پوليسو شمېر تر ٢٠٠٠ ورسوي، ځکه اوس يې شمېر کم دى.

والي وايي، که چېرې مرکزي اداره بيا هم د نورستان پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي، نو لرې نه ده چې د وايګل په څېر نورې ولسوالۍ به هم د مخالفينو لاسته ولوېږي.

دى وايي: ((موږ غواړو چې د وايګل ولسوالۍ بېرته ونيسو، ځکه دا دوه کاله يې کېږي چې زموږ له لاسه وتلې ده.))

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک ته وويل، پلاوي ته يې هغه ستونزې چې په دغه ولايت کې شته، په ګوته کړې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.