کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): ولسشمر حامد کرزى د هند د ولسمشر په بلنه نن غرمه په رسمي سفر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته روان شو.
د ولسمشر د وياند د دفتر د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزى به هند ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر پرناب موکرجي، لومړي وزير من موهن سنګ او د هند له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
سرچينه زياتوي، چې په دغو کتنو کې به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پیاوړتیا او سیمه يیزو او نورو مسايلو په اړه خبرې وشي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر په لړ کې به حامد کرزي ته د هند د “ال. پي. یو” پوهنتون له خوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ، چې په هغو کې به د هند ولسمشر هم حضور ولري، د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، په علمي او فرهنګي چارو کې کې د جمهوري ریاست سلاکار وزیر زلمی هېوادمل او د جمهوري ریاست ویاند او د مطبوعاتو ريیس ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن