ژبه

کارپوهان هند ته د کرزي سفر مهم بولي

میرآغا نصرت صمیمی

۳۰ غویی ۱۳۹۲ - ۱۶:۰۱

Views: ۶۰

کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د سياسي چارو ځينې شنونکي هند ته د ولسمشر حامد کرزي سفر مهم بولي او وايي، دغه هېواد کولاى شي له افغانستان سره په پوځي او نورو برخو کې د پام وړ مرستې وکړي.

ولسشمر حامد کرزى د هند د ولسمشر په بلنه د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن دغه هېواد ته ولاړ.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي، چې کرزى به د دغه سفر په ترڅ کې پر دوه اړخيزو اړيکو او په سيمه کې د روان وضعيت پر سر د خبرو په ترڅ کې له افغانستان سره د پوځي تجهيزاتو په برخه کې د هند پر همکارۍ هم وغږېږي.

وړمه ورځ د هند د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې که افغان دولت ورڅخه د پوځي تجهيزاتو غوښتنه وکړي، نو دوى به پرې غور وکړي.

د پوځي چارو پوه نورالحق علومي هند ته د کرزي سفر د افغانستان لپاره ځکه مهم بولي، چې په سيمه کې له اقتصادي او پوځي پلوه پياوړى هېواد دى او افغان چارواکي کولى شي د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون له مخې د دغه هېواد لا ډېرې مرستې جلب کړي.

افغانستان او هند په ٢٠١١ ميلادي کال کې د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړى دى.

علومي وايي، چې هندوستان په سيمه کې د يوه خپلواک هېواد په توګه تل له افغانستان سره ملګرتيا پاللې او په نورو مهمو برخو کې يې د پام وړ مرستو ترڅنګ د افغان پوځيانو په روزنه کې بې دريغه مرستې کړې دي.

علومي زياته کړه: “هندوستان اوس په عالي ټکنالوجۍ سپکې او درنې وسلې توليدوي، د هوايي ځواک په برخه کې هم دوى د مرستې کولو پراخ امکانات لري. که هندوستان وغواړي او افغانستان غوښتنه ولري، زما باور دا دى چې د پوځي ټکنالوجۍ له پلوه کميانې به مو رفع شي او په راتلونکې کې به مو امنيتي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي.”

 سياسي کارپوه احمد سعيدي هم هند ته د ولسمشر کرزي سفر مهم بولي او وايي، له دې څخه داسې ښکاري، چې کرزى نور د پاکستان پر همکارۍ په پوره ډول بې باوره شوى دى.

ده زياته کړه: “پاکستان ته د دې سفر پيغام دا دى چې که ته همکاري نه کوې، هند له موږ سره مرستې ته چمتو دى او همداراز د نړۍ نورو هېوادونو ته هم دا ښيي چې که هغوى وسلې نه ورکوي، نو افغانستان ورته انتظار نه شي کولى.”

د سعيدي په باور، که څه هم د کرزي دغه سفر به پاکستان اندېښمن او په افغانستان کې به يې لاسوهنې ډېرې کړي، خو بيا هم د افغانستان په ګټه دى.

 خو علومي د پاکستان د اندېښنو په اړه وايي، چې افغان دولت نه شي کولى په ټولو چارو کې د پاکستان خوښي په پام کې ونيسي.

ده زياته کړه: “زه وايم چې له پاکستان سره د تفاهم پر ځاى بايد موږ په افغانستان کې د ظرفيتونو د لوړولو فکر او هڅې وکړو، که داسې نه وي نو افغانستان به د يو خپلواک هېواد په توګه پياوړى نه شي.”

افغانستان او هند، چې د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړى د پلي کولو لپاره يې دواړو هېوادونو يوه ګډه شورا هم رامنځته کړې ده.

 هندوستان له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکو هېوادونو په کتار کې دى ، چې په تېرو ١١ کلونو کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ٢ ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

افغان کارپوهان وايي، چې پاکستان د هند د رقيب هېواد په توګه تل په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې دى او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي ، چې پر افغان دولت فشار راولي، ترڅو له هند سره اړيکې ونه پالي.