ژبه

د دوو قوماندانانو په ګډون لس وسله وال ووژل شول

عبدالمقصود عزيزي

۳۱ غویی ۱۳۹۲ - ۱۰:۳۷

Views: ۵۸

پل علم-ترينکوټ (پژواک ٣١ غويى ٩٢): چارواکي وايي، چې په لوګر او اروزګان کې د ناټو او افغان ځواکونو له لوري د دوو قوماندانانو په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مرکز پل علم ته نږدې د ناټو په هوايي بريد کې  د ملا عبدالرووف په نوم د وسله والو مشهور قوماندان له اوو ملګرو سره  وژل شوى دى.

 نوموړى وايي، يادو وسله والو غوښتل ، چې د کابل-ګردېز د لويې لارې پر سر ځيني ورانکاره فعاليتونه ترسره کړي، خو د ناټو ځواکونو تر څار وروسته تېره شپه ناوخته تر هوايي بريد لاندې راغلل.

د سيمې يو اوسېدونکى سيداجمل هم وايي، چې ناټو ځواکونو تېره شپه اوه وسله وال وژلي دي.

د سيداجمل په وينا، دغه وسله وال د تېښتې پر مهال په يو ځنګله کې وژل شوي دي.

په لوګر کې په دې وروستيو کې ناامني ډېره شوې دي. درې ورځې مخکې د سيمه ييزو پوليسو پر رېنجر د ماين په چاودنه کې اوه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي، چې نن سهار د چارچينو په ولسوالۍ کې د ملا واحد په نوم يو قوماندان له يو بل ملګري سره وژل شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ملا واحد له څو ورځو راهيسې چارچينو ته راغلى و او له راتلو سره سم يې په سيمه کې نا امني هم ډېره شوې وه.

وسله والو د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ يې د يو کمين په ترڅ کې د اروزګان په چنارتو کې څلور پوليس وژلي دي.