ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سلما بند اوه ساتونکي ووژل شول

د سلما بند اوه ساتونکي ووژل شول

author avatar
21 May 2013 - 11:08
د سلما بند اوه ساتونکي ووژل شول
author avatar
21 May 2013 - 11:08

هرات (پژواک ٣١ غوىى ٩٢): چارواکي وايي، د هرات په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند د ساتونکو موټر پر ماين ختلى او اوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د غويي په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چاودنه نن سهار رامنځ ته شوه، چې له امله يې د عامه ساتنې پوليسو دوه افسران او پنځه سرتېري ووژل شول.

نوموړى وايي، د دوى رينجر موټر له سلما بنده د هرات  ښار پر لور را روان و، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.

دى زياتوي، چې د پوليسو له لوري په سيمه کې عمليات پيل شوي، خو تر دې مهاله يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي.

د احمدي په خبره، دغو سرتېرو په سيمه کې د سلمابند د ساتنې دنده هم پر غاړه لرله.

چشت ولسوالۍ له مرکزه ١٧٠ کيلومتره لرې سوېل لور ته پرته ده.

شاوخوا لس ورځې مخکې افغان ځواکونو د لوېديځ په څلورو ولايتونو هرات، فراه، غور او بادغيس کې د عقاب په نوم عمليات پيل کړل، چې د هرات چشت ولسوالۍ هم د عقاب د عملياتو تر پوښښ لاندې وه.

د دې چاودنې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.