ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال طالبان ستراتيژيک ګواښ نه دي”

“وسله وال طالبان ستراتيژيک ګواښ نه دي”

author avatar
21 May 2013 - 17:50
“وسله وال طالبان ستراتيژيک ګواښ نه دي”
author avatar
21 May 2013 - 17:50

کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت که څه هم د ځانمرګو بريدونو په اړه اندېښنه څرګندوي، خو وايي چې وسله وال طالبان کوم ستراتيژيک ګواښ نه شي کېداى، چې د امنيتي مسووليتونو لېږد او د ټولټاکنو ترسره کېدل له ستونزو سره مخ کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، د طالبانو له خوا ځانمرګي بريدونه د اندېښنې وړ دي، دغه ډله لاهم افغانستان ته د ځانمرګو بريدګرو د استولو وړتيا لري.

هغه زياته کړه: “موږ له خپلو څارګرو بنسټونو سره يو ځاى کار کوو، څو د ځانمرګو بريدونو، چې د طالبانو يواځېنى ځواک دى، مخنيوى وکړو .”

دکورنيوچارو وزارت وياند دافغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا او پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل :”زموږ باور دادى،چې طالبان به په روان کال کې پوره هڅه وکړي،چې د امنيتي ځواکونو وړتيا او پراختيا دخلکو پر وړاندې بې اعتباره کړي، چې له همدې امله به هره ممکنه هڅه  وکړي .”

خو صديقي زياته کړه، چې طالبان په مخامخ جګړه کې ناکام شوي او د خپلو فعاليتونو د مخکې وړلو لپاره يې يواځېنۍ لار ځانمرګي بريدونه او د سړک غاړې ماينونه دي، خو افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي، چې د هغوى د هر اقدام پر وړاندې مقابله وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وسله وال طالبان ستراتيژيک ګواښ ونه بلل او ويې ويل، چې د طالبانو ګواښونه نه شي کولاى د امنيتي مسووليتونو بهير او د ټاکنو ترسره کېدل له ننګونو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده،چې په دې وروستيو ورځو کې په کابل، کندهار او بغلان کې څو ځانمرګي بريدونه وشول، چې په ترڅ کې دلسګونو کسانو د وژنې ترڅنګ سلګونه نور ټپيان شول، ددغو کسانو ډېرى برخه ملکي وګړي دي .دکابل چاودنې مسووليت دګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او دبغلان دبريد مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دى .

تېره ورځ ملي دفاع وزارت د وسله والو مخالفينو د بريدونو له زياتوالي خبر ورکړ او اعلان يې وکړ، چې د پاکستان ټولې مدرسې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو لپاره رخصت شوې دي.

دکورنيو چارو وزارت همدارنګه دکاناډا په تورو ليست کې دطالبانو له شاملولو څخه هر کلى وکړ او ويې ويل : بايد هغه کړۍ هم، چې دطالبانو په تمويل او روزنه کې ښکېلې دي، تر فشار لاندې ونيول شي .

صديقي زياته کړه، هغوى جرمونو ته په پام سره، چې د دې ډلې له خوا ترسره شوي، نو بايد ډېر وړاندې په دغه تور لېست کې شامل شوي واى.

دکاناډا دامنيت او استخباراتو وزارت دوه ورځې وړاندې حقاني شبکه، طالبان او حزب اسلامي د ترهګرو په تور ليست کې درج کړل .

په دغه لېست کې همدارنګه تحريک طالبان پاکستا، جيش محمد، لشکر طيبه، لشکر جنګوي، حرکت المجاهدين او د ازبکستان اسلامي تحريک هم درج شوي دي.

دکاناډا دعامه ساتنې وزارت ديوه خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړى، چې د طالبانو او حقاني شبکې له منځه وړل، چې په افغانستان کې د ډېرو خونړيو بريدونو مسووليت يې پر غاړه دى، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړين ګام دى .

د کورنيوچارو وزارت وياند وويل: “موږ له نورو هېوادونو هم غواړو چې طالبان د  ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي، دا کار له يوې خوا له حقاني، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره چې طالبان اکمالوي، د هغوى اړيکې پرې کوي او له بلې خوا په دې ډله فشار راوړي، چې طبعاً پر امنيت اغېز لري.”

هغه هيله څرګنده کړه، چې له هېواده بهير د طالبانو يو شمېر تمويلوونکې او روزنکې ډلې هم بايد مسوولې وپېژندل شي او په تور لېست کې دې شاملې شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.