مزارشريف (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۲): په بلخ پوهنتون کې د برلين تخنيکي پوهنتون په مرسته د معلوماتي ټکنالوجي مرکز (IT) پرانيستل شو.
د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهنمل عبدالعظيم نوربخش د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ياد مرکز د پرانيستې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرکز د بلخ پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي او په ټوليزه توګه د ټولو محصلينو لپاره ګټوره چاره ده.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ پوهنتون د اى ټي مرکز د DAD موسسې د ۱۸۰زره يورو په مالي لګښت او د برلين تخنيکي پوهنتون په مرسته جوړ شوى دى.
د بلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې دمه بلخ پوهنتون په دې کچه د معلوماتي ټيکنالوجۍ په برخه کې اسانتيا نه لرله.
د نوموړي په وينا، د ياد مرکز له پرانيستې سره به د محصلينو د پوهې په کچه په پرله پسې توګه مثبت بدلون راشي.
د بلخ پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصل احمد جواد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له اى ټي مرکز پرته د کمپيوټر ساينس پوهنځي زده کړې پر مخ وړل ناشونې دي.
نوموړي زياته کړه، لکه څنګه چې دوی تيوريکو زده کړو ته اړتيا لري، همدراز اړتيا ده، چې د عملي کار لپاره اى ټي مرکز هم ولري.
د هغه په وينا، په پوهنتون کې د ورته مرکز شتون يواځې د کمپيوټر ساينس پوهنځي لپاره نه، بلکې د نورو پوهنځيو د محصلينو لپاره هم ګټور دی.
د لوړو زده کړو وزارت وياند نوربخش وويل، چې د هرات، کابل او ننګرهار له پوهنتونونو وروسته بلخ څلورم پوهنتون دی، چې د اى ټي مرکز په کې پرانيستل شو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳۱ دولتي او ۷۶ شخصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي، چې ۲۵۰زره ځوانان په کې په ۱۸۰پوهنځيو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن