ژبه

د خوست په ځينو خصوصي ښوونځيو کى بهرنى نصاب تدريس کېږي

هدايت الله خوستى

۱ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۸:۱۵

Views: ۵۸

 خوست  ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د خوست ولايت مقام ټولو خصوصي ښوونځيو او د لوړو زده کړو موسسو ته ګواښ کړ، که کيفيت يې ښه نه کړ، نو وبه تړل شي.

 د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، که په خوست کې شته د لوړو زده کړو موسسې او خصوصي ښوونځي خپلې کړنې له قانون سره برابرې نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي او دروازې به يې د زده کوونکو پر وړاندې وتړل شي.

 سرچينې زياته کړې، په خوست کې دا مهال ١٨بېلابېل خصوصي ښوونځي او څلور د لوړو زده کړو موسسې فعاليت  کوي، چې څه د پاسه ۷زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان قانون ته په پاملرنې سره د پوهنې وزارت له لوري رسمي مکتوب ورغلى، چې په ټولو خصوصي ښوونځيو کې بايد يواځې افغاني نصاب تدريس شي.

 د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست ولايت په پنځو ښوونځيو کې د افغاني نصاب پرځاى بهرنى نصاب تدريسېږي او زياتره ښوونکي يې هم بهرنيان دي.

 سرچينه وايي، ټول خصوصي ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسې بايد خپلې ټولې چارې په راتلونکو پنځلسو ورځو کې د افغانستان د قانون په چوکاټ کې عيارې کړي او په خپلو کړنو کې جدي اصلاحات راولي.

 ولايت مقام ګواښ کړى، که دوى دغه کار ونه کړي، تر دوو اونيو وروسته به يې دروازې وتړل شي.

 په خوست ښار کې د يوه خصوصي ښوونځي مسوول، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، دوى له قانون سره سم فعاليت کوي او نصاب يې هم افغاني دى.

 د هغه په وينا، د دولتي ښوونځيو فعاليت او کيفيت خراب دى او د پوهنې رياست د دې لپاره چې خپلې خرابې کړنې پټې وساتي، له خصوصي ښوونځيو خپل زور وباسي.