ژبه

د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان د نيولو دعوه وشوه

اجمل وصال

۱ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۹:۰۰

Views: ۶۷

ترينکوټ (پژواک، د غبرګولى لومړۍ نېټه ٩٢): د اروزګان چارواکي وايي، چې پوليسو په ترينکوټ ښار کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون دوه تنه نيولي دي.  

د اروزګان امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې په ترينکوټ ښار کې د پوليسو له خوا د ملا شفيع الله په نوم د وسله والو طالبانو قوماندان له يوه ملګري عبدالقوي سره نيول شوى دى.

د نوموړي په وينا، ملا شفيع الله تېره ورځ په چورې ولسوالۍ کې له امنيتي ارګانونو سره په نښته کې ټپى شوى و.

عايل وايي، ملا شفيع الله غوښتل د درملنې په موخه په چادري کې له اروزګان څخه پاکستان ته ولاړ شي، خو د تالاشۍ پرمهال پوليسو ونيو.

ملا شفيع الله پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د موټرسايکل د چپه کېدو له امله ټپي شوى و او د شخصي دښمنۍ له امله يې چادري په ځان کړې وه.

دغه راز د عبدالقوي په نوم يو تن چې شاوخوا ٥٠کلن ښکارېده، له ملا شفيع الله سره په سراچه موټر کې سپور و، پژواک ته وويل: ((زه په لاره روان وم، چې وسله والو طالبانو راته وويل چې له دغې مېرمن سره سپور شه او تر ترينکوټه يې ورسوه، زه له ډاره ورسره سپور شوم.))

دى وايي، له دې خبر نه و چې دا کس به مېرمن نه، بلکې سړى دى.

د دې پېښې په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.