ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د دوه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې

په بلخ کې د دوه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې

author avatar
23 May 2013 - 16:28
په بلخ کې د دوه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې
author avatar
23 May 2013 - 16:28

مزارشريف ( پژواک ٢ غبرګولى ٩٢ ) : د  بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دوه ښوونځيو د ودانيو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

د دغه ولايت د پوهنې رييس قيس مهراين د غبرګولي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يو اين هبيتات او UNICF موسسو له خوا د ۴۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوه ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې.

نوموړي زياته کړه، چې د شېخ محمد صديق شهاب د لېسې ودانۍ، چې ۱۶ درسي او اداري خونې لري، د هبيتات د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو او د سيمې د خلکو د ۲۵ زره افغانيو په لګښت جوړه شوه.

د هغه په وينا، د يادې ودانۍ په جوړېدو د دغه ښوونځي ۴۰۰۰ زده کوونکو ته د لوست اسانتيا برابرې شوې.

همداراز د غلام محمد ميمنګي لېسې دوه ودانۍ د يو اين هبيتات او UNICF موسيسو له خوا د ۲۴۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو ودانيو کې هم ۲۰ سلنه لګښت د سيمې اوسېدونکو وړکړی دی.

د هغه په وينا ، له جوړيو شويو ودانيو څخه يوه ۱۲ درسي او اداري خونې او بله ۱۶ درسي او اداري خونې لري، چې په يو پوړ کې جوړې شوې دي.

د شيخ محمد صديق شهاب ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکي احمد رسول پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې مخکې يې د ښوونځي له نيمايي ډېر ټولګي په ازاده هوا او خېمو کې وو.

نوموړي زياته کړه، چې جوړې شوې ودانۍ په ښه توګه جوړې شوې او د دغه ښوونځي د ټولو ټولګيو د زده کوونکو لپاره پکې د زده کړو اسانتيا برابره شوې ده.

د پوهنې رييس وويل،چې په بلخ ولايت کې ۵۰۴تعليمي ادارې دي، ۱۰۱۹۹رسمي ښوونکي لري، ۵۴۰۱۷۸زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي، چې ۳۱۱۳۶۶ يې هلکان او ۲۲۸۸۱۲ نجونې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.