ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې څلور پوليس ووژل

د ماين چاودنې څلور پوليس ووژل

author avatar
24 May 2013 - 09:12
د ماين چاودنې څلور پوليس ووژل
author avatar
24 May 2013 - 09:12

لښکرګا (پژواک،٣ غبرګولى ٩٢) : د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د ماين چاودنې په ترڅ کې څلور پوليس وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک نن (د غبرګولي په ٣ مه) پژواک خبرى اژانس ته وويل ، چې دا پېښه تېره ورځ  له غرمې مخکې د موسى کلا دښرمښ په سيمه کې رامنځته  شوې ده.

دده په خبره ، چې په ياده سيمه کې که  څه هم امنيت  تر ډيره ښه دى، خو ياده  پېښه  په داسې حال کې رامنځته  شوې، چې پوليس د ګزمې په حال کې و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه .

د هغه په وينا، په دې پېښه کې په موټرکې سپاره  څلور واړه پوليس  ووژل شول.

نوموړي وويل ، چې ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و، خو تردې دمه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او په اړه  يې پلټنې روانې دي.

بلخوا وسله والو طالبانو ويلي ، چې د موسى کلا په ديزور سيمه کې د ماين چاودنې د پوليسو يو ځايي قوماندان رستم او ساتونکي يې وژلي دي .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.