ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې او مالدارۍ وزير : تېرکال له څلورو ټنو زيات زعفران صادر شوي

د کرنې او مالدارۍ وزير : تېرکال له څلورو ټنو زيات زعفران صادر شوي

author avatar
24 May 2013 - 10:15
د کرنې او مالدارۍ وزير : تېرکال له څلورو ټنو زيات زعفران صادر شوي
author avatar
24 May 2013 - 10:15

کابل (پژواک ٣غبرګولى ٩٢) : د کرنې او مالدارۍ وزير د زعفرانو د توليد د زياتوالي خبر ورکړ او ويي، چې تېرکال له هېواد څخه له څلورو ټنو زيات زعفران صادر شوي.

د کرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل ، چې په ټول هېواد کې د زعفرانو د کر  د پراختيا او دود په برخه کې هڅو ښه پايله ورکړې ده

ده وويل ، چې د اوږدمهال لپاره د يوه پروګرام مطابق  د هېواد د زعفرانو کرونکي کروندګر هرات ته ، چې د زعفرانو د کر په مرکز بدل شوى ليږدول کيږي ، ترڅو پورې د زعفرانو د کر او  ټولولو په برخه کې  عملي  زده کړه وويني .

ده زياته کړه ، چې  په هرات کې به د زعفرانو پياز (تخم ) واخيستل شي او بيا به د کروندګرو په اختيار کې ورکړل شي .

د رحيمي په خبره ،چې د زعفرانو کر په زياترو ولايتونو کې خلکو ته ورپېژندل شوى او په شلو ولايتونو کې يې ښه پايله ورکړې ده .

د نوموړي د معلوماتو په اساس ،ده وويل ، د هېواد زعفران ، چې زياتره يې له هرات ولايت څخه ترلاسه کيږي د نړۍ غوره زعفران پېژندل شوي دي .

دده په وينا ، چې تېرکال څه باندې څلور ټنه زعفران د افغانستان په نامه په مستقيم ډول امريکا ، المان ، انګلستان او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي .

 د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې مشر بشيراحمد رشيدي وايي ، چې د لوړ قيمت او د افغانستان له اقليم سره مطابق د زعفرانو کر د کروندګرو له تود هرکلي سره مخ شوى دى .

 

ده وويل ، چې تېرکال درې ټنه خالص زعفران يواځې له هرات څخه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته  صادر شوي او دغه راز د هېواد پر کروندګرو پنځه ټنه د زعفرانو پياز (تخم) پلورل شوى دى .

د نوموړي په وينا، که څه هم چې د زعفرانو د کر د ځمکې دقيقه اندازه نه ده معلومه ، خو تېرکال ٣٢٥٠جريبه ځمکه په هرات کې د زعفرانو د کر لپاره ځانګړې شوې وه ، چې سږکال به دا اندازه زياته وي .

 د هرات د افغان زعفرانو د شرکت رييس عبدالغفار حميدزي پژواک ته وويل ، چې تېرکال دغه شرکت ٥٠٠کيلوګرامه زعفران د افغانستان په نامه د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته صادر کړل .

 ده وويل،چې ددغه شرکت د زعفرانو صادرات په کال ١٣٩١ کې نسبت ١٣٩٠ته ١٢٠کيلوګرامه زيات و ، چې دغه زعفران امريکا، المان ، ايټاليا او اسپانيا ته صادر شوي او يو کيلوګرام يې په ١٦٠٠ډالره پلورل شوي دي .

زعفران ښه حاصل ورکونکې نيمه ګرمسيره ګياه ده ، چې په نرم ژمي او ګرم وچ وړي لرونکو سيمو کې ښه وده کوي .

دغه بوټى ډير درمليز خواص لري، چې په ډيرو غدايي او څښونکو توکو کې تر استفاده کيږي . دغه بوټى په اوړي کې کرل کيږي او د قوس مياشتې په لومړيو کې يې سهار له لمر خاته مخکې او مازيګر له لمر پريواته وروسته ګل ټوليږي .

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.