خوست ښار (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٢) : سلګونو تنو په خوست ولايت کې” سولې ته کارکول” تر سرليک لاندى د سولې په جشن کې ګډون وکړ .
دغه جشن تېره شپه د خوست والي په کور کې د خوستوالو فرهنګيانو او خوست والي له لوري په ګډه جوړی شوی وو.
د سولې دغه جشن ته د هېواد نامتو سندرغاړي رابلل شوي و ، چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ادبي او فرهنګي څېرو يې ننداره کوله .
خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل چې د سولې جشن او په هغه کې د کنسرت له جوړېدو څخه يې موخه سولې ته کار کول وو.
هغه زياته کړه:((زموږ هڅه دا ده چې د خوست هغه اصلي بڼه چې دلته سوله،پرمختګ،ورورولي،له جنګ څخه نفرت له پوهنې سره مېنه او رښتنی امن دی ښوول وو.))
له پلازمېنې کابل څخه راغلي مېلمه محمد حسن حقيار وويل ،چې په واقعيت سره په خوست کې امن دی.
هغه زياته کړه ،هغه انځور چې په کابل کې د خوست په اړه وړاندې کيږي ددغه ولايت له خلکو سره ستره جفا او په حقونو يې سترګې پټول دي.
ده وويل ،چې خوست په هره برخه کې زيات پرمختګ کړی او د پرمختګ په حال کې دى ، خو د مرکزي دولت پاملرنه ورته پکار ده.
له کندهار ولايت څخه راغلي يو تن ډاکټر سرور بيا وويل: ( ( کله چې خوست ته راتلو ملګرو او دوستانو وېرولو، چې ګواکې پدغه ولايت کې ناامني ده،ولسونه يې وروسته پاتې او پرمختګ پکې نه دی شوی.))
هغه زياته کړه ، چې دغه ټول منفي انځورونه يې دغه ولايت ته په راتګ سره له ذهنه لرې شول.
سرور وويل: (( زه په ډاډ سره وايم چې خوست د هيواد په کچه يو باامنه ولايت دی،د فرهنګ او ادب ټاټوبی او ولسونه يې تر ټولو زيات مېلمه پال دي.))
د کوڼړ ولايت اوسېدونکی او په ختيځ زون کې د سلام وطندار خبريال ذبيح الله غازي بيا