ښرنه (پژواک ٤ غبرګولۍ ٩٢): د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار سلګونو اوسېدونکو د يوه لا ريون په ترڅ کې له سيمه ييزو پوليسو وغوښتل چې د دوى کورونه دې پرېږدي.
دغه لاريون د غويي په څلورمه په ښرنه ښار کې سهار اته بجې پيل او تر لسو بجو يې دوام درلود.
لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کې له امنيتي ارګانونو غوښته کوله، چې سيمه ييزو پوليس دې د دوى له کورونو وباسي او هغوى ته دې ځانګړې پوستې جوړې کړي.
د لاريون کوونکو يوه مشر ملک حاجي ادم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، سيمه ييز پوليس د خلکو په کورونو او برجونو کې مېشت شوي او دوى ته يې ستونزې رامنځته کړې دي.
هغه زياته کړه، دا يوه پښتني ټولنه ده، خلک نه غواړي چې په کورونو کې يې پوليس مېشت وي.
نوموړي دغه راز وويل، چې کله وسله وال طالبان پر دغو پوليسو بريدونه کوي، نو ډېر زيان يې کليوالو ته رسېږي.
د ښرنې د خواجه خېلو سيمې يوه قومي مشر او د قومي شورا غړي عبدالرحمن اندړ پژواک ته وويل، چې دغه ځواکونه د خواجه خېلو سيمې د مېرزک په کلي کې د عامو وګړو په کورونو کې مېشت شوي دي.
نوموړى وايي: ((زه د سيمه ييزو پوليسو مخالف نه يم، بلکې ملاتړ يې کوم، خود دې خلاف يم چې د عامو وګړو په کورونوکې اوسېږي.))
نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې يادو پوليسو ته خپل ټول امکانات ورسوي او خپلې امنيتي پوستې دې ورته جوړې کړي.
د هغه په وينا، دايوه اسلامي او افغاني ټولنه ده او د افغانانو کلتور او دود ددې اجازه نه ورکوي چې نامحرم خلک په پرديو کورونوکې و اوسي.
د ميرزک د سيمې يو تن اوسېدونکي حاجي نيازمحمد پژواک ته وويل چې سيمه ييز پوليس د خلکو دکلاوو په برجونو کې اړولي دي.
په پکتيکاکې د سيمه ييزو پوليسو لوى قوماندان عزيزالله کاروان پژواک اژانس ته وويل چې ډېر ژر به يادو پوليسو ته خپل ټول نظامي وسايل ورسېږي او هم به د خپلو پوستو خاوندان شي .
د ده په خبره، کله چې يادو پوليسو نومونه ورسره ثبتول، نو دوى ته يې په خپله ويلي وو، چې د يوه څه وخت لپاره به په کورونو کې مېشت وي.
کاروان زياته کړه، چې د اوس لپاره دوی په ياده سيمه کې د۸۰ تنو په شاوخوا کې سيمه ييز پوليس ګومارلي او دغه کار يې د سيمه ييزو مشرانو په غوښتنه ترسره کړی دی.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم وايي، چې د سيمې قومي مشران ورته راغلي وو او د سيمه ييزو پوليسو د فعالولو د غوښتنې پر مهال يې ژمنه کړې وه، چې د پوستو تر جوړېدو به د خلکو په کورونو کې اوسي.
هغه پژواک ته وويل، چې ډېر ژر به دولت دغو پوليسو ته په ښرنه کې پوستې جوړې کړي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن