پل علم (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د لوګر د سولې شورا غړى ملا بشير د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو.
د سولې شورا د ولايتي دفتر رييس مولوي اسدالله حنيف د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سولې شورا يادغړى نن غرمه د څرخ ولسوالۍ په ډبر نومې سيمه کې ووژل شو.
د نوموړي په خبره، هغه د سولې لپاره ډېرې هڅې کولې او په سيمه کې يې هم ډېر نفوذ درلود.
د حنيف په خبره، ملا بشير د څرخ اوسېدونکى و، غوښتل يې خپل کور ته ولاړ شي، چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له لوري د يوه کمين په ترڅ کې ووژل شو.
د څرخ ولسوال عبدالخليل هم وايي، چې د لوګر د سولې شورا غړى نن غرمه د طالبانو په يو غلچکي بريد کې ووژل شو.
څرخ ولسوالي د لوګر په نا امنه سيمو کې راځي او له مرکزه سوېل ته ٢٨ کيلومترۍ کې پرته ده.
د لوګر سلګونه ديني علماوو او قومي مشرانو تېره اونۍ د يوې غونډې په ترڅ کې د ماينونو چاودنې او ځانمرګي بريدونه غندلي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن