ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ٣٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه کې ٣٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 May 2013 - 15:25
فراه کې ٣٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 May 2013 - 15:25

فراه (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): د فراه د والي وياند وايي، چې د دغه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په ولايتي شورا کې د پرچمن استازى د وژل شوو طالبانو شمېر لس تنه ښيي.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې وسله والو طالبانو د پرچمن ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

د ده په وينا، له همدې امله رامنځته شوې جګړې تر نن سهاره دوام درلود، چې په ترڅ کې يې د وژل شوو شلو طالبانو مړي د جګړې په ځاى کې پاتې دي، وسلې او مهمات يې د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په وژل شوو او ټپيانو کې بهرني طالبان هم شامل دي.

خو په ولايتي شورا کې د پرچمن استازى عبدالستار رحيمي وايي، چې يادې جګړې نن له غرمې مخکې تر شاوخوا ١١ بجو دوام درلود.

 دى وايي، د پرچمن ولسوالۍ چارواکو ورته ويلي، چې په دې جګړه کې شاوخوا سلو طالبانو برخه لرله ، چې لس تنه يې وژل شوي او مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې يو شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي، خو دى يې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

يادې دواړه سرچينې وايي، چې په جګړه کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پرچمن، چې د فراه له امنو ولسواليو څخه ده، د ولايت له مرکز څخه ٣٢٠ کيلومتره شمال ختيځ لور ته له ناامنې ګلستان ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.