شبرغان (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې نن يو ځانمرګى بريد شوى، چې په پايله کې يې د ولسوال په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٠ بجې او دېرش دقيقې هغه مهال رامنځته شو، چې د درزاب ولسوال رحمت الله حشر د ولسوالۍ په جامع جومات کې د فاتحې له مراسمو وروسته د راوتو په حال کې و.
حشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکى پر موټرسايکل سپور و او د چاودېدونکو توکو خپل ډک واسکټ ته يې د نوموړي په درې مترۍ کې چاودنه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې په ياده پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى، خو د ولسوال برسېرن ټپي شوى دى.
ولسوال زياته کړه، چې د ځانمرګي مړى متلاشي شوى، خو د پېژندلو وړ نه دى.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدالمنان رووفي وايي، چې په دې پېښه کې درې نور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى د پېښې له ځاى څخه لرې وو او برسېرن ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته وړل شوي دي.
يو عيني شاهد محمد اسماعيل وايي: “زه هم له جامع جوماته راوتلى وم، چې د غونډۍ له لوري په بېړه سره پر موټرسايکل سپور يو تن د ولسوال په خوا ورغى؛ کله چې هغه ته نږدې شو نو ځان ته يې چاودنه ورکړه.”
هغه زياته کړه، چې د ولسوال ساتونکي له هغه څخه لرې وو او په دې پېښه کې بل چا ته کوم زيان نه دى اوښتى.
ولسوال وويل، چې دغه بريد د وسله والو طالبانو له لوري د هغه د وژلو په موخه ترسره شوى دى.
تر اوسه د ياد بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن