ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارغستان کې اوه پوليس خپلو مېلمنو وژلي

ارغستان کې اوه پوليس خپلو مېلمنو وژلي

author avatar
28 May 2013 - 14:15
ارغستان کې اوه پوليس خپلو مېلمنو وژلي
author avatar
28 May 2013 - 14:15

کندهار (پژواک ٧ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، د کندهار  د ارغستان ولسوالۍ د يوې امنيتي پوستې ٧ پوليس د خپلو دوو ملګرو له خوا ووژل شول.

د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار د غبرګولي په ٧مه  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره شپه يوولس بجې د دې ولسوالۍ د تورې ګارې په امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د دې پوستې قوماندان، چې د کندهار ښار او ارغستان ولسوالۍ د لويې لارې د امنيت ساتلو دنده پر غاړه لري، خپلې پوستې ته يې دوه مېلمانه بيولي وو.

د نوموړي په وينا، د شپې په اوږدو کې د مېلمنو او پوليسو تر منځ شخړه شوې، مېلمنو د پوليسو وسلې اخيستې او پر هغوى يې ډزې کړې، چې په پايله کې  اوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

دى وايي، بريد کوونکو له ځان سره د پوليسو وسلې وړې او يو رينجر موټر يې هم بيولى دىخو پوليسو د هغوى د نيولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم پېښه تاييدوي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ور نه کړل.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې پېښې مسووليت منلى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ارغستان ولسوالۍ د تورې ګارې په امنيتي پوسته کې يوه پوليس، چې د هغوى ملګرى و، د امنيتي پوستې قوماندان او ١١ نور پوليس وژلي دي.

دکندهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، چې په تېر کې يې هم پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.