کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): د افغان بېسيم مخابراتي شرکت د مشر پر موټر د ماين په چاودنه کې د هغه پنځه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغان بېسيم د خصوصي مخابراتي شرکت مشر امين رامين هم په ياد موټر کې و، خو زيان نه دى ورته رسېدلى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سړک غاړې د ماين دغه چاودنه تېره شپه دوه بجې د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ په ماشينو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د پروان د عامې روغتيا مشر محمدقسيم سعيدي وايي، چې ټپيان لومړى د پروان ولايتي روغتون ته او له هغه ځايه په کابل کې د سردارمحمد داوود روغتون ته ولېږدول شول.
دى وايي، چې په چاودنه کې د وژل شوو کسانو مړي هم د پروان له ولايتي روغتون څخه کابل ته لېږدول شوي دي .
د سردار محمدداوود روغتون يوې سرچينې هم وويل، چې د يادې چاودنې ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي، خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
هڅه مو وکړه، چې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت له چارواکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن