ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي : د پوهنتون چاپيريال د سياست ځاى نه دى

author avatar
28 May 2013 - 19:29
author avatar
28 May 2013 - 19:29

کابل (پژواک ٧غبرګولى ٩٢ ) : د ولسمشر وياند وايي، چې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه پرونۍ پرېکړه سمه نه وه.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو يو شمېر محصلينو يوه اونۍ وړاندې د ملي شورا پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب وکړ او د ياد پوهنځي رييس عبدالله فاروق او استاد فيصل امين يې په تعصب، تبعيض او قانون ماتونه تورن کړل او د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.

خو تېر مازيګر د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د ملي امنيت شورا  له سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپتنا او سلاکار وزير نعمت الله شهراني سره يو ځاى د اعتصاب ساحې ته ورغلل ، د محصلينو د غوښتنو د پوره کېدو په اړه يې خبرې وکړې، چې له امله يې پيل شوى اعتصاب پاى ته ورسېد.

د لوړو زده کړو وزير د عبدالله فاروق او استاد فيصل امين د لرې کولو سند محصلينو ته وسپاره او شهراني وويل، چې دغه پرېکړه سر له سبا د پلي کېدو وړ ده.

 خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي  نن پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه پرېکړه سمه نه ده . 

د هغه په وينا، ولسمشر غوره بلله ، چې ياده موضوع په دقيق ډول څېړل شوې واى او  له څېړنې وروسته يې  په اړه قانوني او جدي عمل شوى واى . 

دى وايي ، چې د اصولو له مخې  د پوهنتون چاپيريال د سياست ځاى نه دى او د پوهنتون محصلين بايد خپل وخت ضايع نکړي، ځکه چې دا د هېواد په زيان تماميږي .

 د ده په وينا، ځينې سياسي کړۍ هڅه کوي ، چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي موضوع سياسي کړي .

ده زياته کړه : (( ډيره د تاسف ځاى دى ، چې د پوهنتون اکاډميکه فضا سياسي   او له پوهنتون څخه سياسي استفاده کيږي او اوس دغې موضوع بله بڼه غوره کړې ده .))

د يادونې ده ، چې د کابل پوهنتون له زرو زياتو محصلينو هم نن د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ، چې له مخې يې د دغه پوهنتون د ټولنيزو علومو رييس او يو استاد له دندې لرې شوې دي.

ياد محصلين نن سهار نهه بجې د پوهنتون له سوېلي دروازې سره راغونډ شول او د شعارونو په ورکولو يې د ملي شورا پر لوري لاريون پيل کړ او ګواښ يې کاوه ، چې که دغه پرېکړه بېرته وانه خيستل شي، نو خپل  لاريونونه به وغځوي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.