ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوو مياشتو کې ١٥٠٠ افغان ماشومان له ايرانه ايستل شوي دي

په دوو مياشتو کې ١٥٠٠ افغان ماشومان له ايرانه ايستل شوي دي

author avatar
28 May 2013 - 13:44
په دوو مياشتو کې ١٥٠٠ افغان ماشومان له ايرانه ايستل شوي دي
author avatar
28 May 2013 - 13:44

هرات ( پژواک ٧ غبرګولى ٩٢) ايران په تېرو دوو مياشتو کې ١٥٠٠ افغان کډوال ماشومان له دې امله شړلي تر څو يې کورنۍ دې ته اړباسي ،چې له ايرانه ووزي.

د هرات د کډوالو چارو رييس حميدالله خطيبي پژواک اژانس ته وويل،په دې ماشومانو کې له لسو تر اتلسو کلنو ماشومان شامل دي ،چې هلکان او نجونې دواړه په کې راځي.

د ده په وينا، اوسمهال په ايران کې نيږدې دوه ميليونه افغان کډوال اوسي،چې نيمايي د کډوالۍ اسناد هم لري ،خو نيمايي نور يې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

د خطيبي په خبره،د ايران حکومت هغه افغانان،چې د کډوالۍ قانوني اسناد هم ولري دې ته اړباسي،چې له ايرانه ووزي.

د کډوالو رييس زياتوي ،چې تېر کال د ايران حکومت ١٨٠زره افغان کډوال له خپل هيواده وايستل،چې ډيرى کډوالو يې قانوني اسناد هم لرل.

د نوموړي په خبره ،چې ايراني پوليس له هر ماشومه ٣٠ زره ايراني تومانه د ټيکس په نامه اخلي که يې ونه لري نو بيا يې د بندي په توګه له ځانه سره ساتي.

له ايرانه شړل شوي ډيرى هغه کسان،چې برخليک يې مالوم نه وي د هرات په انصار کې کمپ کې د کډوالۍ د نړيوال سازمان تر څارنې لاندې ساتل کيږي.

علي احمد ١٤ کلن ماشوم دى،چې له تېر يو کال راهيسې له خپلې کورنۍ لرې په انصار کمپ کې اوسي.

نوموړي پژواک ته وويل،چې مور يې سهار وختي د سودا لپاره بازار ته ولېږه،خو په لاره کې ايراني پوليسو ونيو او څو ورځې وروسته يې افغانستان ته را واړاوه.

علي احمد وايي(( زه په ايران کې زيږېدلى يم په دې نه پوهيږم ،چې په افغانستان کې د کوم ځاى يم او اوس مې کورنۍ چيرته ده.))

په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د څانګې مشر عبدالعظيم له ايرانه د افغان ماشومان ايستل د نړيوالو قوانينو خلاف او بشر ضد عمل بولي .

دى وايي، ايران د ماشومانو د نړيوال کنوانسيون غړيتوب لري ،خو سره له هغه هم خپله ژمنه ماتوي او د ماشوم حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي،چې دوى له موضوع خبر دي او په اړه يې پلټنې کوي.

د نوموړي په خبره،چې کله موضوع روښانه شوه،په اړه به يې له رسنيو سره مالومات شريک کړي او هم به له ايراني لورې سره پرې وغږيږي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.