لښكرګاه-ترينکوټ (پژواك ۷ غبرګولى۹۲): چارواکي وايي، چې د هلمند او اروزګان ولايتونو په بېلابېلو نښتو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په ۷ مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سيمه كې د وسله والو طالبانو او افغان ځواكونو تر منځ جګړه شوې ده.
د ده په خبره، چې جګړه پرون سهار پيل شوې وه او ماښام پاى ته ورسېده، چې په ترڅ كې يې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د ده په خبره، په وژل شوو طالبان کې درې پاكستانيان دي او زياتوي، چې د هغوى درې مړي په سيمه کې پاتې دي.
ځواك زياتوي، چې په جګړه كې يو پوليس هم ټپي شوى، خو يوه امنيتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط پژواك ته وويل، په دې جګړه كې يو پوليس او د خانشين امنيه قوماندان عبدالرووف هم ټپي شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يو سف احمدي ادعا کوي، چې د ګرمسېر په پرونۍ جګړه كې ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي، ٢٢ ټپيان دي او دوه طالبان هم وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې د اتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوى دى.
ځايي چارواکي وايي، چې دا نښته تېره شپه د چارچينو ولسوالۍ په ګورګين سيمه کې رامنځته شوې ده.
د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن ولي داد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د هغه په وينا، په دې دوه ساعته نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن