ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند او اروزګان کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي

په هلمند او اروزګان کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
28 May 2013 - 11:31
په هلمند او اروزګان کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
28 May 2013 - 11:31

لښكرګاه-ترينکوټ (پژواك ۷ غبرګولى۹۲): چارواکي وايي، چې د هلمند او اروزګان ولايتونو په بېلابېلو نښتو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په ۷ مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سيمه كې د وسله والو طالبانو او افغان ځواكونو تر منځ جګړه شوې ده.

د ده  په خبره، چې جګړه پرون سهار پيل شوې وه او  ماښام  پاى ته ورسېده، چې په ترڅ كې يې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان  دي.

د ده په خبره، په  وژل شوو طالبان کې درې پاكستانيان دي او زياتوي، چې د هغوى درې مړي په سيمه کې پاتې دي.

ځواك زياتوي، چې په جګړه كې يو پوليس هم ټپي شوى، خو يوه امنيتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط پژواك ته وويل، په دې جګړه كې يو  پوليس او د خانشين امنيه  قوماندان عبدالرووف هم ټپي شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يو سف احمدي ادعا کوي، چې  د ګرمسېر په پرونۍ جګړه كې ۱۹  افغان سرتېري وژل شوي، ٢٢ ټپيان  دي او دوه  طالبان هم وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې د اتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوى دى.

ځايي چارواکي وايي، چې دا نښته تېره شپه د چارچينو ولسوالۍ په ګورګين سيمه کې  رامنځته شوې ده.

د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن ولي داد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، په دې دوه ساعته نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.