ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېتانيا په هلمند کې د خپل زندان پخلى وکړ

برېتانيا په هلمند کې د خپل زندان پخلى وکړ

author avatar
29 May 2013 - 16:22
برېتانيا په هلمند کې د خپل زندان پخلى وکړ
author avatar
29 May 2013 - 16:22

کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٢): برېتانيا ويلي، چې ځواکونو يې په افغانستان کې نږدې سل تنه په زندان کې ساتلي دي.

برېتانوي وکيلان وايي، چې له دغو کسانو اته يې، چې د دوی موکلين دي، تر ۱۴ مياشتو پورې د تور له لګېدو پرته په توقيف کې ساتل شوي او له سترې محکمې غواړي، چې دغه کسان خوشې کړي.

د بي بي سي د راپور له مخې، برېتانوي ځواکونه، چې په افغانستان کې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) د يوې برخې په توګه کار کوي، اجازه لري، چې شکمن کسان تر ۹۶ ساعتونو پورې توقيف کې وساتي.

د برېتانيا د دفاع وزير فليپ هاموند ويلي،  چې د دغو کسانو خوشې کول به برېتانوي ځواکونه له ګواښ سره مخ کړي.

په نيول شوو کسانو کې د اتو بنديانو مدافع وکيلانو ويلي، د دوی موکلين په هلمند کې د  بوسټن پوځي اډې په يوه پټه ودانۍ کې له کابو ۱۴ مياشتو راهيسې ساتل شوي دي.

دوی په لندن کې سترې محکمې ته غوښتن ليکونه سپارلي، چې معلومه کړي دغه بندونه قانوني دي که نه.

د برېتانيا د دفاع وزارت وايي، دغه بندونه د ملګرو ملتونو له خوا د نړيوالو ځواکونو د ماموريت لپاره قانوني دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، پر ډېری دغو بنديانو شک کېږي، چې برېتانوي پوځيان يې وژلي او يا يې په بمي بريدونو کې برخه اخيستې ده.

کمپ بوسټين د افغانستان په هلمند ولايت کې د برېتانيا له تر ټولو لويه پوځي اډه ده.

تر دې مخکې امريکايانو سلګونه بنديان د بګرام په زندان کې ساتلي وو، چې په دې اړه د افغانستان د حکومت او امريکا ترمنځ يو شمېر ناندرۍ راپورته شوې او په پاى کې دغه زندان افغانانو ته وسپارل شو.

د افغانستان حکومت له دې مخکې له نورو هېوادونو هم غوښتي وو، چې له ځان سره ساتلي بنديان افغان حکومت ته وسپاري، خو دا لومړى ځل دى چې برېتانيا په هلمند کې د لسګونو بنديانو د ساتلو خبره منلې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.