ښرنه-لښکرګاه (پژواک ٨ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند او پکتيکا ولايتونو په امنيتي پېښو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٩ وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د غبرګولي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وازېخوا ولسوالۍ کې دوه ماين خِِښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د ده په وينا، وسله والو غوښتل د شپې ناوخته د مرجاني په سيمه کې د لارې پر سر د امنيتي کسانو لپاره ماين خښ کړي، چې پرې چاودېدلى دى.
مخلص افغان وايي، چې د دغه ولايت په بله ولسوالۍ سروبي کې پرون ماښام د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته په بريد کې يوولس بريد کوونکي وژل شوي دي.
نوموړى وايي، په وژل شوو کې د بريد کوونکو قوماندان هم شامل دى او زياتوي ،چې په دې جګړه کې نه سيمه ييزو پوليسو او نه هم د سيمې خلکو ته کوم زيان اوښتى دى.
د والي وياند زياتوي، چې د برمل په سرحدي ولسوالۍکې هم تېره شپه وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې درې وسله وال په کې ووژل شول.
هغه وايي، چې وژل شوي درې واړه پاکستاني طالبان دي، چې دوه د وزيرستان او يو د پنجاب اوسېدونکى دى.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
د ګرشک ولسوال محمدفهيم موسى زى وايي، جګړه تېر ماښام د سپين جومات په سيمه کې رامنځ ته شوه، چې امنيتي ځواکونو ته پنځه ميله وسله هم لاس ته ورغلې ده.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې د موسى کلا په ديزور سيمه کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو يو مشهور قوماندان شيرمحمد اغا وژل شوى، دوه ميله وسله او دوه مخابرې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
تر دې مهاله د پکتيکا او هلمند د پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن