ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښار سلګونه قيلون خونې او کافي شاپونه وتړل شول

د هرات ښار سلګونه قيلون خونې او کافي شاپونه وتړل شول

author avatar
29 May 2013 - 14:20
د هرات ښار سلګونه قيلون خونې او کافي شاپونه وتړل شول
author avatar
29 May 2013 - 14:20

هرات (پژواک ٨ غبرګولى ٩٢): د هرات پوليسو د عامه نظم د ټينګښت په موخه په دغه ښار کې ٤٠٠ قيلون خونې او کافي شاپونه وتړل.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحميد حميدي د غبرګولي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه قيلون خونې او کافي شاپونه يې د خلکو او ګذر د وکيلانو د شکايتونو پر اساس وتړل.

د ده په وينا، په دې وروستيو کې د قورتک په نوم د هراتي ځوانو بدمعاشانو ډلې زياتې شوې وې  چې خلک او ښاريان يې ځورول.

د حميدي په خبره، په ښار کې د عامه نظم د ټينګښت په موخه يې په تېره اونۍ کې تر ٣٠٠ زيات ځوانان  هم نيولي، چې په بېلاريو او جرمونو کې يې لاس لاره.

د جمشيد په نوم يو ځوان، چې د هرات د مالان پله په سيمه کې يې قيلون خونه لرله وايي، چې پوليسو يې  چلمونه مات کړل اوس يواځې چاى ورکوي، خو قيلون نشته.

نوموړى وايي: ((د قيلون له درکه مې ډېره ګټه ترلاسه کوله، کوم ناوړه کار مې نه دى کړى، ځوانان به راتلل خپله تفريح يې کوله.))

 د پښتو پول سيمې يو اوسېدونکى شاه ولي بيا وايي، چې قيلون څکول ناوړه کار دى او له دې لارې کېداى شي ځوانان په نورو نشه يي توکو روږدي شي.

هغه د پوليسو د دغه کار ستاينه وکړه، چې په ښار کې يې د بدمعاشونو مخه نيولې او ټولې هغه قيلون خانې او قهوه خانې تړلې، چې د ځوانانو د بېلاريو لامل کېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.