ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور سيمه ييز پوليس له وسله والو سره يوځاى شول

څلور سيمه ييز پوليس له وسله والو سره يوځاى شول

author avatar
29 May 2013 - 12:59
څلور سيمه ييز پوليس له وسله والو سره يوځاى شول
author avatar
29 May 2013 - 12:59

ميمنه (پژواک ٨ غبرګولى ٩٢): په فارياب ولايت کې يو وسله وال مخالف وژل شوى او څلور سيمه ييز پوليس له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوى دي.

د فارياب سرحدي پوليسو د کنډک قوماندان جنرال غياث الدين خليلزى وايي، چې دغه مخالف وسله وال تېر ماښام د پشتونکوټ ولسوالۍ د غارتپې سيمې له امنيتي پوستې سره د نښتې پر مهال وژل شوى او يو بل ټپي دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دغه بريد کړى و، خو بريد يې په شا وتمبول شو.

د غارتپې په پوسته کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمدظاهر وايي، چې د دغه وسله وال مخالف مړى له يوه موټرسايکل سره په لاس ورغلى او ټپي شوى وسله وال خپلو ملګرو له ځان سره وړى دى.

تېره مياشت هم څلور وسله وال مخالفين د همدې سيمې له سرحدي پوستو سره د نښتې پر مهال وژل شوي وو او ترڅنګ يې ١٠ وسله وال او سرحدي پوليس ټپيان شوي وو.

په يوه بله پېښه کې بيا تېره شپه څلور سيمه ييز پوليس له خپلو وسلو سره د فارياب ولسوالۍ د خواجه کنتى ولسوالۍ په قيصار سيمه کې له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال نبى جان ملاخېل وايي، چې دغو څلورو پوليسو له طالبانو سره اړيکه درلوده او شپږ نور پوليس، چې له يو ځاى شوو سره مخالف وو؛ تښتېدلي دي.

خو د فارياب ولايتي شورا منشي سيد عبدالباقي، چې خپله هم د قيصار اوسېدونکى دى، وويل، چې د معلوماتو له مخې له دې پوستې ٧ سيمه ييز پوليس له خپلو کلاشينکوفونو سره مخالفينو ته اوښتي دي.

هغه زياته کړه، د دې پوستې قوماندان حفيظ الله، چې د دوى له يو ځاى کېدو سره مخالف و، ډبول شوى او لاسونه يې د کلاشينکوف د قونداغ په وهلو مات شوي، خو بيا هم توانېدلى، چې په ټپي حالت کې ځان وژغوري.

خو يوه سيمه ييز مخور، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې د دې پوستې دوو سرګروپانو په تړلو لاسونو تېښته کړې او اوه نور يې له مخالفينو سره يو ځاى شوي دي، دا يوه معامله ده، که نه دوه سرګروپان څنګه کولاى شي په تړلو لاسونو وتښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دويلو ده، چې تېره مياشت وسله والو طالبانو دفارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ په امنيتى پوستو د بريد په ترڅ کې ٢٨ سيمه ييز پوليس تښتولي وو.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.