ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د خلکو ستونزې

د غزني د خلکو ستونزې

author avatar
30 May 2013 - 08:35
د غزني د خلکو ستونزې
author avatar
30 May 2013 - 08:35

غزني (پژواک ۲۱ غويي ٩٢): د غزني ډېرى خلک په خپلو سيمو کې د ناامنۍ، بېکارۍ، د پوهنې د کيفيت له ټيټوالي، د چارواکو نه پاملرنې او په ادارو کې شته فساد د سترو ستونزو په سر کې يادوي او د حل غوښتنه يې کوي.

د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي اسدالله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت نشتوالى، بېکاري او زده کړو ته د چارواکو نه پاملرنه د سيمې د خلکو ستره ستونزه ده.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې د ګيرو د خلکو يوې ستونزې ته هم پاملرنه نه ده شوې، سيمه له پراختيايي کارو لرې پاتې شوې، امنيت په کې نشته، خلک بېکاره دي او دغه راز زده کړې نيمګړې پر مخ ځي.

ګيرو د غزني په نا ارامو سيمو کې راځي او له مرکزه سوېل ته شاوخوا شپېته کيلومتره لرې پرته ده، چې په ختيځ کې د پکتيکا له خيرکوټ سره ګډه پوله لري.

د غزني د يوې بلې ولسوالۍ واغز اوسېدونکي هم ورته شکايت لري او وايي، چې په سيمه کې امنيتي شرايط سم نه دي او نه هم د خلکو لپاره کاري اسانتياوې شته.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکى نعمت الله بېکاري هغه ستونزه بولي، چې هم يې جګړې او ناامنۍ ته شرايط برابر کړي او هم يې خلک دې ته اړ کړي، چې خپل کور کلي پرېږدي او نورو هېوادونو ته په خوارۍ مزدورۍ پسې ولاړ شي.

نوموړى وايي، چې په سيمه کې د امنيت ټينګښت، بيارغونه او د زده کړو د چارو ښه تنظيم به د ستونزو ګراف را ټيټ کړي او د خلکو او دولت تر منځ شته بې باوري به له منځه ولاړه شي.

د هغه په وينا، په هره سيمه کې چې پرمختيايي پروژې پلې کېږي، بايد د هماغې سيمې خلکو او ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شي او په غزني کې ډېرۍ داسې پروژې شته، چې کارګر يې له نورو سيمو راځي او د غزني خلک اوزګاره پاتې کېږي.

دغه راز د غزني ښار يو هټۍ وال غلام فاروق بيا په دولتي ادارو او محاکمو کې د رشوت او اداري فساد ستونزه جدي او شرموونکې بولي او زياتوي، چې د اداري فساد له امله پر دولت د خلکو باور کم شوى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټول دولت کې هېڅ داسې اداره نشته، چې هلته دې رشوت، کورنۍ، تنظيمي او قومي اړيکې حاکمې نه وي، خلک له دغه حالته ناراضه دي او تر دې مهاله يې د مخنيوي په اړه هم کوم ګام نه دى پورته شوى.

د غزني د ولايتي شورا منشي ژولينا فيضي هم د خلکو ستونزې مني او وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د خلکو اساسي او بنسټيزې ستونزې هوارې نه شوې.

د دې په وينا، نا امني، بېکاري، په لرې پرتو سيمو کې زده کړو او روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسى او دغه راز په دولتي ادارو کې رشوت او فساد د خلکو او دولت ترمنځ واټن ډېر کړى دى.

نوموړې زياته کړه، چې هره ورځ له بېلابېلو سيمو د يادو ستونزو په اړه شکايتونه ور رسېږي او دوى يې د حل لپاره له ولايتي او اړوند چارواکو سره خبرې هم کړې، خو د يادو ستونزو په له منځه وړو کې څه پرمختګ نه دى شوى.

د فيضي په وينا، که لږ تر لږه که څلور کاله مخکې هم د يادو ستونزو هواري ته نړيوالو او افغان دولت سمه پاملرنه کړې واى، نو اوس به د امنيت او پرمختګ په مخ کې دومره ستونزې نه واى.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي هم نړيواله اداره او افغان حکومت دې سيمې ته په نه پاملرنه تورنوي او زياتوي، چې له لويه سره په تېرو لسو کلونو کې د خلکو خونديتوب، حکومتوالي، بيارغونې او په ټوليزه توګه پراختيايي چارې له پامه لوېدلې دي.

د لعل خان په نوم د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکى شکايت کوي، چې د اندړو امنيت په خپله خلکو ساتلى، پاڅون يې وکړ، قرباني يې ورکړه، خو بيا يې هم دولت او بهرنيانو ملاتړ ونه کړ او نه يې دې سيمې ته پاملرنه وکړه.

دى زياتوي: ((په اندړو کې د پاڅون له پيله په تېرو لسو مياشتو کې پر اتيا سلنه سيمه کليو امنيت ټينګ شوى، خو بيا هم د دې سيمې د ستونزو او اړتياوو په لرې کولو کې هېڅ کار نه دى شوى.))

د ناور ولسوالۍ اوسېدونکى علي ياور ظفري هم دولت او نړيوال لرې پرتو سيمو ته په نه پاملرنه تورنوي او زياتوي، چې د دوى په سيمه کې بشپړ امن دى، د کار لپاره ښه شرايط برابر دي، خو کار نه شته، چې د خلکو ژوند ورسره بسيا شي.

د هغه په وينا، په امنو سيمو کې د پراختيايي کارونو لپاره وړ شرايط برابر دي، خو لا هم خلک بېکاره دي او دغه راز په روغتيايي برخه کې، چې ډېره اړتيا هم ده ورته، ډېر کم کار شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د لرې پرتو سيمو لارې خرابې دي، د ژمي په موسم کې د خلکو ستونزې څو برابره زياتيږي، تګ راتګ سخت شي، د ناروغانو لېږد ستونزمن شي، د لارو پخول د خلکو لومړنۍ اړتيا ده، چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

د غزني يو کوچى هم د خپلو ستونزو يادونه کوي او زياتوي، چې په تېرو لسو کلونو کې يې نه د دولت او نه هم د بهرنيانو کومه مرسته ترلاسه کړې ده.

د غزني په مرکز کې د کوچي کلا اوسېدونکى محمود خان ګيله کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته او د نوي حکومت له پيله تر اوسه پورې د غزني د کوچيانو ژوند او کار ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دى وايي: ((په تېرو کلونو کې حکومت او بهرنيانو تر سل ځلې ډېرې ژمنې راسره وکړې، خو يوه يې هم عملي نه شوه او نه يې څه ترلاسه کړل.))

د هغه په وينا، د کوچيانو روغتيايي ستونزو، څړ ځايونو او دغه راز د کوچيانو لپاره د سرپناه او ځمکو د وېش خبرې په دولت او پارلمان کې راپورته شوې، خو تر دې مهاله يې يوه ستونزه هم حل نه شوه او نه يې ډېرو کوچنيو سيمه ييزو ستونزو ته پاملرنه شوې ده.

په غزني کې هر کال د اوړي په موسم کې شاوخوا دوولس زره کوچي کورنۍ مېشتې وي، خو په ژمي کې دغه شمېره ٣٠٠٠ ته راټيټيږي.

قومي مشر او د سولې شورا غړى ډاکټر غني بهادري هم دا مني، چې په تېرو لسو کلونو کې د خلکو او په ځانګړې توګه د لرې پرتو سيمو او نا امنو ولسواليو شل سلنه ستونزې هم نه دې هوارې شوې.

نوموړى وايي، نا امني تر ټولو ستره او لومړنۍ ستونزه ده، چې د خلکو شخصي ژوند، سوداګري او کاروبار او ان د کلي د بزګر او باغوان کار يې هم اغېزمن کړى دى.

بهادري نا امني د ټولو ستونزو سر بولي او زياتوي، چې ټولې پراختيايي چارې يې درولې، زده کړې، روغتيايي اسانتياوې او د حکومت اغېزمنتيا يې هم کاواکه کړې ده.

هغه په دولت کې د فساد، مافيايي ډلو او زورواکو شتون هم د ولس او دولت لپاره د نږدې والي يو خنډ وباله او زياته يې کړه، چې تر څو په دولت کې دننه د ستونزو ټغر ټول نه شي، د ولس او دولت تر منځ شته بې باوري او واټن به پر خپل ځاى پاتې وي.

په ټوليز ډول د غزني خلک، نا امني، اداري فساد، بېکاري او لومړنيو اسانتياوو ته نه لاسرسي په هر ځاى او هره سيمه کې خپله ګډه ستونزه بولي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.