ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې يوه ډله ځانمرګي نيول شوي

کابل کې يوه ډله ځانمرګي نيول شوي

author avatar
30 May 2013 - 11:14
کابل کې يوه ډله ځانمرګي نيول شوي
author avatar
30 May 2013 - 11:14

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل ښار کې د يوه ځانمرګي بريدګر د وژلو، د ډله ييزو او ځانمرګو بريدونو د مخنيوي او دغه راز د حقاني شبکې د يوې اوه کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ.

د ملي امنيت عمومي رياست مرستيال وياند شفيق الله طاهرى نن په دې اړه يوې خبرې غونډې ته وويل، د ملي امنيت موظفينو دغه عمليات تېره شپه يوولس بجې د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې د ډله ييزو بريدګرو او ځانمرګو پر يوه پټنځاى ترسره کړي، چې په پايله کې يې د ملا تورګل په نوم د ځانمرګو بريدګرو يو تنظيموونکى له خپلو پنځو ملګرو سره نيول شوى دى. نوموړى د بغلان ولايت دب ايسقال کلي اصلي اوسېدونکى دى.

هغه زياته کړه، چې د عملياتو په ترڅ کې وسله والو مقابله وکړه او د ډزو په تبادله کې د هغوى يو تن ووژل شو او شپږ نور ونيول شول.

د ملي امنيت رياست مرستيال وياند زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې شپږ ځانمرګي واسکټونه، يوه پيکا، څلور ميله کلاشينکوفونه له شل شاجورونو سره، يو RPG7 راکټ، ١٣ لاسي بمونه، د افغانستان او پاکستان سيم کارت لرونکي شپږ ګرځنده ټيليفونونه، تبليغاتي پاڼې او عملياتي تقشې هم ترلاسه شوې دي.

سرچينې وويل: ((د سراج الدين حقاني شبکې دغه ترهګرې ډلې نيت درلود ، چې دپاکستان څارګرې ادارې I.S.I په مرسته په يوه وخت په کابل کې پر دولتي تاسيساتو ځانمرګي او ډله ييز بريدونه وکړي، چې د يادو عملياتو ټول فوق العاده پلان او لارښوونې د وزيرستان له ميرانشاه څخه شوې وې.))

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ څلورو ځانمرګو بريد ګرو  د کابل ښار په شهر ارا سيمه کې د کډوالۍ  نړيوال سازمان (IOM) پر دفتر بريد وکړ، چې له نهه ساعته نښتې وروسته د پوليسو له خوا ووژل شول. په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او يو پوليس هم ووژل شول او د بهرنيو په ګډون ١٧ نور ټپيان وو.

د کورنيو چارو وزارت ويلي وو،  چې دغه بريد د حقاني شبکې او القاعدې په ملاتړ ترسره شوى دى.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ هم يو ځانمرګى، چې د کابل شاه شهيد ساحې په يوه کور کې مېلمه و او غوښتل يې، چې خپل ځانمرګى واسکټ د کابل ښار په کومه برخه کې د بريد لپاره چمتو کړي، چې چاوېدېدلى او يواځې دى په کې ووژل شو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.