ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اېم ډي سي ١١ ماين پاکان خوشې شول

د اېم ډي سي ١١ ماين پاکان خوشې شول

author avatar
1 Jun 2013 - 18:32
د اېم ډي سي ١١ ماين پاکان خوشې شول
author avatar
1 Jun 2013 - 18:32

جلال اباد(پژواک١١غبرګولى٩٢): په ننګرهار کې د  MDC په نامه د ماين پاکۍ د يوې موسسې يوولس تنه کارکوونکي ، چې يوه مياشت وړاندې ددې ولايت په اچين ولسوالۍ کې دناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي وو ، نن خوشې شول.

په ننګرهار کې د اېم ډي سي موسسې رييس انجينر خداى نظر شينواري د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوولس تنه ماين پاکان يې دسيمې دقومي سپين ږيرو په هڅو پرته له کوم جوړجاړي دوسله والو له منګلو خوشې شول.
شينوارى وايي، لاتردې دمه روښانه نه ده چې سړي تښتوونکي څوک دي، خو دوى يې يواځې ناپېژانده وسله وال يادولى شي.
هغه زياته کړه ، چې تر اوسه ددې يوولسو تنو ماين پاکانو دتښتونې لامل هم نه دى په ډاګه شوى.

خو  شينواري په ډاګه نه کړه، چې له دغو کسانو سره يې درې عرادې موټر او دماين پاکۍ تخنيکي وسايل هم بېرته ورسپارل شوي او که نه؟
د نوموړې موسسې يوه کارکوونکي دنوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې دغه کسان له تېرو اوه ويشتو ورځو راهيسې دډيورنډ له پولې اخوا دتيرا په سيمه کې ساتل شوي وو او هملته يې قومي مخورو ته سپارلي دي.
د ننګرهار ولايت وياند احمدضيا عبدالزى بيا وايي ، چې د اېم ډي سي موسسې دا يوولس تنه کارکوونکي د امنيتي ځواکونو په هڅو د تښتوونکو له منګلو خوشې شوي دي.
عبدالزى وايي ، چې تښتوونکي له وسله والو طالبانو سره تړاو لري.
هغه زياتوي: (( د امنيتي ځواکونو په هڅو ياد کسان چې څه موده وړاندې په اچين ولسوالۍ کې تښتول شوي وو، راخوشې شول. ))

ياده دې وي، چې  دام ډي سي موسسې ددغو کارکوونکو دتښتونې مسوليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
ويل کېدل ، چې نوموړي کسان په همغه ورځ دقومي سپين ږيرو په هڅو ديادو وسله والو له خوا بېرته خوشې شول خو دلارې په اوږدو کې ددويمې ډلې له لوري بيا ونيول شول او له يوې ورځې وروسته يې دپاکستان تيرا سيمې ته انتقال کړل،چې تر ننه هملته ساتل شوي وو.

د يادونې  ده ، چې په دې وروستيو کې د نورو نا امنيو ترڅنګ په ننګرهار کې د تښتونې پېښې زياتې شوې دي.

تېره مياشت د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال خپلوان تښتول شوى و،  چې   بيا د پوليسو له خوا بېرته راخلاص شول.

دغه راز د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان نبي عيسى خېل پلار هم تښتول شوى او تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.