ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د صنعتي توکو نندارتون جوړ شو

ګردېز کې د صنعتي توکو نندارتون جوړ شو

author avatar
4 Jun 2013 - 12:47
ګردېز کې د صنعتي توکو نندارتون جوړ شو
author avatar
4 Jun 2013 - 12:47

ګردېز (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز کې په لومړي ځل د خدمتونو وړاندې کولو په موخه دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست اړوند د ثبات پروګرام په چوکاټ کې نن (د غبرګولي ١٤مه) جوړ شو او ګڼ شمېر دولتي ادارو، توليدي شرکتونو او مدني ټولنو خپل فعاليتونه او توکي په کې نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندراتون ته د دولتي ادارو تر څنګ د سوداګريزو شرکتونو له خواهم سلګونه قلمه توکي نندارې ته ور وړل شوي وو.

د کليو د پراختيا رييس عبدالرحمن رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کار سره به د پکتيا توليدات نور هم پراختيا ومومي او خلک به پر دې وپوهېږي، چې د ولايت اداري څه ډول فعاليتونه او توليدات وړاندې کوي.

نوموړی وايي، چې په دې ډول نندارتونو کې سوداګر سره راټولېږي، خپلې ستونزې سره شريکوي او کاروبار يې نور هم ورسره ښه کېږي.

نندارتون ته د نارينه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپل بېلابېل لاسي توکي لکه کمېسونه، څونډي،ګلان، په مريو جوړ قلمونه او نور د خرڅلاو لپاره وړاندې کړل.

د زلما په نوم يوې مېرمنې، چې د خپل لاس جوړ کړي توکي يې نندارتون ته د پلور لپاره راوړي وو، خوښي وښوده او ويې ويل، چې د دوی لپاره دغه ډول پروګرامونه ډېر ګټور تماميږي.

زلما وايي: (( په دغه ولايت کې د مېرمنو لپاره ځانګړی مارکېټ نشته، چې خپل لاسي توکي په کې وپلوري نو په همدې اساس دا ډول نندارتونونه د دوی د توکو د خرڅلاو لپاره مناسب فرصت دی.))

دا لومړی ځل دی، چې په پکتيا کې د دولتي ادارو تر څنګ شخصي شرکتونه او مدني ټولنې په پراخه کچه په يوه نندارتون کې برخه اخلي او خپل توکي نندارې ته وړاندې کوي.

د اقتصادي چاروکارپوهان د دا ډول نندارتونو په لاره اچلو ښـه ګام بولي او وايي، که چېرې په راتلونکي کې دا لړۍ وغځېږي نو اقتصادي اغېز به يې زيات وي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.