کابل (پژواک١٦غبرګولى٩٢): کونړيانو د زرګونو لاسليکونو لرونکي پرانيستي ليک له لارې د پاکستان له لومړي وزير څخه پرکونړ د راکټي بريدونو د بندېدو او د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته د سولې د ټينګښت لپاره د هڅو غوښتنه وکړه.
ياد شوى ليک ، چې پر يو بل نښلول شويو ډېر پاڼو ٢٥ زره تنو پر لاسليکونو کړي وو ، نن د کونړ د مدني ټولنو يو شمېر غړو په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپاره.
د ليک تر تسليمولو وړاندې د کونړ د مدني ټولنې يو غړي نظام الدين مليار خبريالانو ته وويل ، چې د پاکستان نوي صدراعظم نوازشريف ته د ليک استولو موخه دا ده ، چې د افغانستان د جګړې د لاملونو په له منځه وړلو کې د افغانانو ملاتړ وکړي.
د ده په وينا، له تېرو درېيو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري پر کونړ سلګونه راکټونه لګېدلي او دغه بريدونه لا هم دوام لري.
د ملياره په خبره، تر دې مهاله په دې بريدونو کې ٤٠ تنه وژل شوي، ګڼ شمېر ټپيان شوي او پولې ته څېرمه تر ٨٠٠ ډېرې کورنۍ د خپلو کليو او کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
نوازشريف ته د کونړ د خلکو په ياد شوي ليک کې راغلي: ” په ټاکنو کې برى مو تاسو او ستاسو خلک نمانځي .موږ جګړو ځپلي خلک سره د ټولو ګيلو مبارکي درته وايو”
په ليک کې پر کونړ د پاکستان د بريدونو په اړه راغلي :”زموږ د لوړو غرونو دا سيمه کلونه وشول ،چې په توغنديو او ګوليو ويشتل شوې او لا هم ويشتل کېږي. د ښوونځي په وره کې ماين راته ږدي ، چې زامن مو سبا هم په جنګ اخته پاتې شي، د سر سړي او شمتنۍ مو ولوټل شي .”
د کونړ خلکو په دې ليک کې هيله ښودلې ، چې نوازشريف دې د ډيورنډ د کرښې دواړو لوريو ته د ولسونو د سولې او ثبات لپاره مټې راونغاړي.
د ليک په پاى کې راغلي :”که مو اوس هم دا اور مړ نه کړ، لمبه به يې موږ ايرې کړي او د سکروټو تاو به يې تاسو هم پايښت ته پرې نږدي.”
د کونړ د مدني ټولنې بل غړى سيدالرحمن بېکور د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بهرنى سياست دوه مخى بولي او له نوي ټاکل شوي لومړي وزير څخه غواړي، چې دغه سياست پاى ته ورسوي.
ده زياته کړه:”د پولې هغې غاړې ته پاکستان په ښکاره طالبان تربيه کوي، په ميرانشاه کې په باجوړ کې په نورو ځايونو کې دوى مرکزونه لري، نو که دوى دغو مرکزونو ته د پاى ټکى کېږدي او دوى چې دا خلک مسلح کوي او ځانمرګي رالېږي، نور دې نه رالېږي. ولې چې موږ هم مسلمانان ياستو پښتانه يو ، د دوى وروڼه او همسايه ګان يو. “
سيدالرحمن وايي ، د پاکستان پر دې کړنو ټوله نړۍ خبره ده او ټولو وليدل، چې د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن هم په پاکستان کې د امريکايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
هغه د دواړو هېوادونو سوله او امنيت سره تړلى بولي او وايي چې په افغانستان کې جګړه پاکستان هم زيانمنوي.
دى پاکستان هڅوي ، چې د افغانستان د سولې لپاره اړين ګامونه پورته کړي او وايي: “زموږ خواهش او هيله دا ده چې دا پاليسې دې بدله کړي، په افغانستان کې دې سولې ته غاړه کېږدي.”
تر دې مخکې هم پاکستان د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره په مرستو تورن شوى ، خو پاکستان دغه تورونه سم نه بولي.
د پاکستان او افغانستان اړيکې وروسته له هغه ډېرې ترينګلې شوې ،چې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوه .
دغه نښته د هغې دروازې او ځينو تاسيساتو پر سر رامنځته شوه ، چې پاکستان په ياده سيمه کې جوړ کړېدي .
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن