ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  فارياب کې د جومات امام ووژل شو

په فارياب کې د جومات امام ووژل شو

author avatar
7 Jun 2013 - 12:31
په  فارياب کې د جومات امام ووژل شو
author avatar
7 Jun 2013 - 12:31

ميمنه (پژواک،١٧غبرګولى٩٢): وسلوالو کسانو د فارياب ولايت په  پښتونکوټ ولسوالۍ کې د يوه جومات امام په ډزو وواژه.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې، تېر ماښام درې تنه وسله وال ددې ولسوالۍ د امام صاحب جامع جومات ته ننوتي او مولوي عمار الدين يې د لمانځه تر اداکولو وروسته وژلى دى.

هغه ادعا وکړه، چې دغه وسله وال، طالبان و، چې تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.

د ولسوالۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار محمد امان وايي، چې ښايي د نوموړي د وژنې انګېزه د دولت پلويتوب وي.

د سيمې يوه قومي مشر صوفي محمد نسيم پژواک ته وويل، چې وسلوالو مولوي عمارالدين د جومات په حجره کې وواژه او وروسته يې له سيمې تېښته وکړه.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې تېر کال بل ديني عالم مولوی بسم الله حقیار د فارياب په مرکز ميمنه ښار کې د وسله والو په ډزو کې ووژل شو، چې وروسته پنځه کسان د پېښې په تور ونيول شول .

وسله والو طالبانو د دغه ديني عالم وژنه منلي او ويلي و، چې نوموړي د جنرال دوستم د ملي غورځنګ فعال غړي و ،چې دولت ته يې تبليغ کاوه.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.