اسعداباد (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢): د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.
د ناړۍ ولسوال ګل زمان د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال قاري ذاکر تېره شپه د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې وژل شوی دى.
هغه زياته کړه، چې قاري ذاکر يوه اونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د ناړۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی و، خو تېره شپه د خپلمنځي اختلافاتو له امله د ناړۍ ولسوالۍ په ساوخوړ سيمه کې پر ډزو وژل شوی دى.
قاري ذاکر د ناړۍ ولسوالۍ د چيره ګل سيمې اوسېدونکی و او د تېرو يوولسو کلونو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو يو فعال غړی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن