ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د عبدالصمد روحاني په ياد غونډه وشوه

هلمند کې د عبدالصمد روحاني په ياد غونډه وشوه

author avatar
8 Jun 2013 - 14:29
هلمند کې د عبدالصمد روحاني په ياد غونډه وشوه
author avatar
8 Jun 2013 - 14:29

لښكرګاه (پژواك ۱۸ غبرګولى ۹۲): په هلمند كې د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني پنځم تلين په داسې حال كې د ژورنالېستانو او فرهنګيانو له خوا ونمانځل شو، چې لا يې د قتل په تور څوك نه دي نيول شوي.

عبدالصمد روحاني، چې په هلمندكې يې له بي بي سي او پژواك خبري اژانس سره د خبريال په توګه دنده ترسره كوله، پنځه كاله مخکې د غبرګولي په ۱۷مه په لښكرګاه ښار کې وتښتول شو او يوه ورځ وروسته  يې مړى د بولان  په  هديره كې وموندل شو.

د نوموړي ياد غونډه هر كال د هلمند ژورنالېستان د غبرګولي په  ۱۸مه  نمانځي، چې سږ كال هم  په همدې ورځ  په جوړه  شوې غونډه كې له دولتي مسوولينو څخه غوښتنه وشوه، چې د نوموړي د قاتلينو په نيولو كې هلې ځلې وكړي.

د هلمند د اطلاعاتو او كولتور رييس علي شاه  مظلوميار له كشفي او امنيتي ادارو وغوښتل، چې د روحانې د وژنې دوسيه وڅېړي.

د روحاني ورور حضرت محمد روحاني  پژواك اژانس ته وويل، د ورور  د وژل كېدو يې پنځه كاله تېريږي ، خو لا اړوند چارواكي په دې نه دي توانېدلي، چې  قاتلين  يې پيدا  او سزا وركړي.

نوموړي د پژواك اژانس او بي بي سي راډيو له مسوولينو هم  ګيله وكړه، چې د دوى كورنۍ يې  هېره كړه  په داسې حال كې ، چې ورور يې له يادو ادارو سره د كار كولو له  امله قرباني شو.

د هلمند د خبريالانو مشر زين الله ستانكزي هم ژمنه وكړه، چې د روحاني ياد به هيڅ كله  هېر نه كړي او د قاتلينو د نيولو لپاره  به يې هڅه کوي.

ستانكزي زياته كړه، همدا اوس هم يو شمېر خبريالان ستونزې لري، له بېلابېلو خواوو  ګواښل كېږي او چارواكي پر وخت خبرونه نه وركوي.

نوموړي له خبريالانو غوښتنه وكړه، چې په خپلو راپورونو كې له ريښتينولۍ كار واخلي او د كوم لوري  ملاټر ونه كړي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.