ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په درې اړخيزه امنيتي غونډه کې پر سرحدي ستونزو خبرې وشوې

په درې اړخيزه امنيتي غونډه کې پر سرحدي ستونزو خبرې وشوې

author avatar
8 Jun 2013 - 16:18
په درې اړخيزه امنيتي غونډه کې پر سرحدي ستونزو خبرې وشوې
author avatar
8 Jun 2013 - 16:18

اسلام اباد (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢): د پاکستان، افغانستان او امريکا د پوځي مشرانو په درې اړخيزه غونډه کې پر سرحدي ستونزو خبرې شوې دي.

په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر (اى. اېس. پي. ار) له خوا د غبرګولي په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درې اړخيزه ناسته نن جوړه شوې وه.

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ، د افغانستان لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني برخه اخيستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د اړوندو موضوعاتو تر څنګ د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې پر امنيت، د ورانکارو د تګ راتګ د مخنيوي او په ګډه پوله د اړيکو د نظام پر پياوړتيا خبرې وشوې.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې لوى درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي دايساف دقوماندان په بلنه په درې اړخيزه نظامي  غونډه کې ګډون وکړ.

هغه زياته کړه چې دا سفر په پاکستان کې د نوي حکومت سره دافغانستان د حسنه روابطو جوړېدو په موخه شوى دى،.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.