ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د پوهنې په اړه راپور

د خوست د پوهنې په اړه راپور

author avatar
9 Jun 2013 - 15:26
د خوست د پوهنې په اړه راپور
author avatar
9 Jun 2013 - 15:26

خوست ښار (پژواک، ۱٩ غبرګولى ٩٢): په خوست کې د زده کړو په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي دي، خو لا د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د نه شتون، مسلکي ښوونکو د کمښت او له نورو ستونزو سره مخ دي.

د خوست د پوهنې رييس بختنور بختیار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې ۳۲۵ ښوونځي او پنځه د نیمه لوړو زده کړو انستيتيوتونه هم شتون لري.

د هغه په وينا، له دې ښوونځيو څخه ۹۹ لېسې، ۶۹ منځني ښوونځي او ۱۵۷ لومړني ښوونځي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دولتي ښوونځيو تر څنګ په خوست کې ۱۸ خصوصي ښوونځي هم شته، چې له ۷ زرو زيات زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د بختیار په خبره، دا مهال په دې ولايت کې ټولټال ۲۷۰ زره تنه زده کوونکي دي، چې ۹۱ زره يې  نجونې او له پنځه زره زياتو ښوونکو له خوا يې د تدریس چارې پرمخ بیول کيږي.

دى وايي، چې دغه راز په دغه ولايت کې ۱۳ دیني مدرسې، پنځه د نیمه لوړو زده کړو مسلکي  انستیتيوتونه فعالیت کوي.

د هغه په وینا، چې د خوست په تڼيو، صبریو، باک، ځاځي میدان، علي شېر، دوه منده او ګربزو په ولسوالیو کې د دارالمعلمین څانګې لري، چې له دوه زرو زيات ښوونکي په کې روزل کيږي.

بختیار زياتوي، چې په خوست کې يو دولتي پوهنتون، چې طب، انجينري، ژورنالېزم، حقوق، شرعیات، ادبیات، کرنې، ښوونې او روزنې، اقتصاد او کمپيوټر ساينس پوهنځي او ۱۵ ډېپارټمېنټونه لري، چې  ۸۵۰۰ محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.

په خوست کې د پامير، دعوت او طلوع افتاب په نومونو د لوړو زده کړو موسسې او د عبدالحکیم تڼيوال او د ابدالي د طب پوهنځي فعالیت کوي، چې ۱۱۳۰ محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.

ستونزې او پرمختګونه

د خوست د پوهنې رييس وايي، چې دا مهال په دې ولايت کې یو تړلى ښوونځی هم نه لري، خو په يو شمېر سیمو کې د ښوونکو د نه شتون له امله لږ څه کمزوري دي.

د هغه په خبره، دوه کاله وړاندې د خوست په لرو پرتو سیمو کې ۱۲ ښوونځي د ښوونکو د نه شتون له امله او ځينې يې د ځای د نشتوالي له امله تړل شوي وو، خو اوس ټول فعال او د قومي مشرانو په هلو ځلو بېرته پرانېستل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ديني عالمان او قومي مشران له دوی سره همکار دي او خلک هڅوي، چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي.

د بختیار د وینا له مخې، په خوست کې وسله وال طالبان د پوهنې په پرمختګ کې لاسوهنه نه کوي، ځکه چې په دې اړه د قومي مشرانو له لوري ورسره خبرې شوې دي او هغوى يې په دې قانع کړي، چې د پوهنې روان بهير د ټولو افغانانو په ګټه دى.

د ده په خبره، که وسله والو مخالفينو د پوهنې د پرمختګ مخه نيولى، نو اوس به په دې ولايت کې په سلګونو ښوونځي غير فعال وو.

دى وايي، چې د دې ولايت پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په کرايي خونو، باغونو، خېمو او يا هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

دی زیاتوي، چې پر خوست ښار سربېره په یو شمېر ولسوالیو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.

د بختيار په وينا، د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو په برخه کې هر کال د پوهنې وزارت او ځينو مرسته کوونکو له خوا ورسره ژمنې شوې دي او تمه ده، چې پاتې ښوونځيو ته به هم ودانۍ جوړې شي.

نوموړى وايي، چې په وروستيو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په هغه پیسو باندې، چې خوست ته د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې ورکول شوي ، د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو چارې روانې دي.

نوموړی وايي، دا د خوست مېشتو ځانګړې لورينه ده، چې خپلې شخصې پیسې، چې باید بزګرانو ته وېشل شوې وای، د ښوونځيو په ودانیو لګوي.

هغه زياتوي، چې پخوا د مسلکي ښوونکو د نه شتون ستونزه موجوده وه، خو اوس د شپږو دارالمعلمینونو او پوهنتونونو د شتون له امله دغه ستونزه تر ډېره بريده هواره شوې او تمه ده، چې دوه کاله وروسته به یاده ستونزه هېڅ شتون ونه لري.

ده وویل: “زه هيله من یم، چې په راتلونکو څو کلونو کې به په خوست کې د پوهنې پر وړاندې ټولې شته ستونزې له منځه ولاړې شې.”

بختیار زياتوي، چې د کتابونو د کمښت ستونزه په لرې کېدو ده او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته کتابونه ورسوي.

د خوست د شېخ زايد پوهنتون ريیس محمدرسول باوري وايي، چې دغه پوهنتون په هره برخه کې زیات پرمختګونه کړي او نور هم د پرمختګ په حال کې دی.

ده زیاته کړه، چې د استادانو او محصلینو شمېر يې زیات شوی، مجهزې ودانۍ لري او د هېواد په کچه د ښو استادانو له لوري يې زده کړې پرمخ بېول کيږي.

باوري وویل، په پام کې لري چې په روان کې کال کې په دغه پوهنتون کې يو شمېر پروژې، چې ورته زياته اړتیا لیدل کيږي پلې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې که د شېخ زاید پوهنتون سره د خوست د ولسونو شته مینه او اخلاص وي او په کې روان پرمختګ همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به يې نوم د هېواد په کچه د لومړیو پوهنتونونو په ليکه کې ولیکل شي.

د هغه په وينا، له ۴۰ زیات استادان د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې په جاپان، هند، ترکيه، سويس او ايران هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

خلک

د خوست ښار د متون  سیمې اوسېدونکی دلاور، چې دوه لوڼه يې د بې بې حليمې په لېسه کې زده کړې کوي وايي، چې د نورو کلونو په پرتله په وروستیو کې په خوست کې د پوهنې بهیر او د ښوونکو له لوري په تدریس کې ښه والى راغلى دى.

د ده په وینا، اوس ښوونکو د پوهنې وزارت له ټولو تدریسي پلانونو سره بلدتیا پیدا کړې ده او د تدريس ميتود يې ښه شوى دى.

نوموړي زياته کړه: “کله چې په یو ښوونځي کې درسي پلان سم عملي شي، نو حتمي زده کوونکي یو څه زده کوي.”

هغه بیا هم په خوست کې د پوهنې له چارواکو غواړي، چې په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي پر دندو وګوماري او د زده کوونکو درسي کتابونه دې په خپل وخت ټولو ښوونځیو ته ورسوي.

د خوست د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې د پوهنې بهير ته يواځې د خوست په مرکز او ځينو ولسواليو کې کار شوى دى.

د ګربزو ولسوالۍ یو اوسېدونکى جلال حقيقت وايي، چې په زیاتره سیمو کې ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نشته ، چې دا ستره ستونزه ده.

نوموړی وايي، چې د درس زمينه برابره ده، ښوونځيو ته ګواښ نشته، خو د پوهنې ریاست چارواکي د دوی ولسوالۍ ته پام نه کوي.

د هغه په وينا، ماشومان سهار ښوونځي ته ځي، خو بې له دې، چې څه يې زده وي، بېرته کور ته راستنیږي.

نوموړی وایی، اوس اړ شوی دی، چې خپل ماشومان په کوم خصوصي ښوونځي کې داخل کړي او يا د خوست ښار لېسو ته يې ولېږدوي.

د صبريو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي میرافضل پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې زیاتره ښوونځي ودانۍ نه لري.

د ده په خبره، که چېرته د پوهنې له ریاست څخه د دوى ولسوالۍ ته څوک د ښوونځیو جوړولو په موخه لاړ شي او هلته له خلکو سره خبرې وکړي، هېڅ کومه امنیتي ستونزه به نه وي ورته، ځکه چې د دې ولسوالۍ خلک ډېر بې سواده دي او نه غواړي، چې خپل ماشومان يې هم د ځانونو په څېر همداسې بې سواده پاتې شي.

د خوست ښار یو اوسېدونکى عبدالله بيا وايي: “اته کاله کيږي، چې زامن مې ښوونځيو ته ځي، خو تراوسه يې حساب هم نه دى زده کړى، کله يې ښوونکي نه وي او که وي هم لوړې زده کړې نه لري او زده کوونکي نه شي پوهولى. “

هغه دعوه کوي، چې د دې ولسوالۍ په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي کم دي او ډېرى يې د اړيکو له مخې پر دندو ګومارل شوي دي.

زده کوونکي او ښوونکي

د خوست د تڼيو ولسوالۍ د درګي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى کفيل ريحان د ښوونکو له غیر حاضريو او د کتابونو له نه شتون څخه سر ټکوي او وايي: “زموږ ډېری درسي ساعتونه خالي وي او د دې تر څنګ تر اوسه موږ ته پوره کتابونه هم نه دي رسیدلي. “

د هغه په وينا، دا ستونزه نه یواځې سږ کال، بلکې هر کال شته وي او له امله يې زده کوونکي د ازموینو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.

د یعقوبیو د عالي لېسې زده کوونکی اسدالله يعقوبي بیا وايي، چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله په دې لېسه کې د پوهنې بهير ښه شوى او درسي کتابونه ورته رسيدلي دي.

هغه زياتوي، چې په تېرو درېيو کلونو کې د پوهنتون او دارالمعملين فارغ ښوونکي په ښوونځيو کې پر دندو ګومارل شوي ، خو شمېر يې کم دی.

نوموړی وايي: ((زه ډاډه يم چې په دغه لېسه کې د عالي دارالمعلمین څانګه شته، چې دوه کاله وروسته به د لېسې ټول ښوونکي مسلکي او د ښو تجربو خاوندان وي.))

خو د خوست ښار د عبدالحی حبيبي لېسې زده کوونکی محمد طايب بیا وايي،هېڅ وخت چې زده کوونکي په خپله کوښښ ونه کړي، د ښوونکي له خولې څخه څه نه شي زده کولای.

د ده په خبره، زیات شمېر زده کوونکي، چې له ښوونځي څخه راووځي بيا د کتاب مخ نه ګوري او وروسته يې د کورنۍ غړي د هغه د پوهې د ټيټې کچې له امله ښوونکي ملامت بولي.

ده زیاته کړه: “زه يې منم چې یو ښوونکی باید مسلکي زده کړې ولري، د هغو سوالونو د ځواب توان ولري، چې زده کوونکي يې ورڅخه کوي، خو بیا هم باید زده کوونکي زیات کوښښ وکړي. “

ځينې ښوونکي هم په دې برخه کې زیاتې ستونزې په زده کوونکو کې ویني او وايي، چې زیات شمېر زده کوونکي له زده کړو سره مينه نه لري.

د صبريو ولسوالۍ د اباد خانې لېسې مدير او د رياضي ښوونکی نواب خان وايي : “موږ په لوړو ټولګیو کې داسې زده کوونکي لرو، چې تراوسه يې لیک د لوستلو نه دى او علت يې هم د دوى له لوري کوښښ نه کول دي. “

د هغه په وينا، په دې برخه کې د زده کوونکو مور او پلار ملامت دي، چې له خپلو اولادونو څخه د درس په اړه نه پوښتي.

هغه وايي، چې زده کوونکي درې ساعته له ښوونکي سره وي ، خو نور ټوله شپه او ورځ په کور کې د مور ، پلار او وروڼو سره وي او د دوی د نه پوښتنې کولو له امله بې ځایه وخت تېروي او درس نه وايي.

د خوست د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکی ميراحمدخان  وايي، چې د قلندر په لېسه  کې د پوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې نشته، ځکه چې ښوونځي يې پرانيستي دي او پخواني امنيتي ګواښونه هم اوس له منځه تللي دي.

دغه راز دى وايي، چې د ښوونکو مسلکي وړتيا لوړه شوې ده، په کال کې يو يا دوه روزنيز سيمينارونه او ورکشاپونه ورته جوړيږي او دغه راز درسي مواد او کتابونه هم ښوونځيو ته رسېدلي دي.

د خوست پوهنتون د د ادبیاتو د پوهنځي محصل الله داد بیا وايي، چې په ټول خوست کې د تېر په پرتله د پوهنې او زده کړو پر وړاندې ستونزې کمې شوې دي.

هغه وايي، چې پنځه کاله مخکې د ناامنۍ له امله په ناامنه ولسواليو کې ښوونځي تړل شوي نه وو، خو د زده کړو خوند يې نه وو.

هغه هم وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ډېرى ښوونکي مسلکي شوي ، ځکه چې د پوهنتون فارغان، د درالمعلمين زده کوونکي او داخل خدمت ښوونکي اوس په ښوونځيو کې د تدريس چارې پر مخ وړي.

د سيمې روڼ اندي

د خوست د مسلکي ښوونکو د اتحاديې مشر حبیب الرحمن په دغه ولايت کې د زده کړو په برخه کې د ځينو ستونزو د شتون له امله نه یواځې چارواکي ملامتوي، بلکې وايي، چې په دې برخه کې د سیمې خلک هم مسوول دي.

د هغه په وينا، دا ستونزې یواځې په چارواکو نه هواریږي او باید د سیمې خلک هم د پوهنې بهير د پراختيا په برخه کې له خپل وس سره سمې مرستې وکړي.

نوموړی وايي، که خوست مېشتي غواړي، چې په ټوله معنا پوره ښوونه او روزنه ترلاسه کړي، نو لاسونه دې سره ورکړي او پوهنې ته دې ګډ کار وکړي.

خو د خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د خوست پوهنې ته زيات کار شوی، ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي، مسلکي ښوونکي ډير شوي، د پوهنې کفيت ښه شوی او خلک د پوهنې په برخه کې زياته همکاري کوي.

هغه وايي :((موږ پلان جوړ کړی، چې راتلونکي دوه کلونه په خوست کې پاتې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو او د پوهنې سیستم يې ورغوو.))

نوموړی وايي، چې په وروستیو کې خوست مېشتي علمای کرام، قومي مخور او ځوانان ورسره په يوه خوله شوي، چې پوهنې ته به ګډ کار کوي او پرمخ کې شته خنډونه به له منځه وړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.