ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د پوهنې په اړه راپور

د غزني د پوهنې په اړه راپور

author avatar
9 Jun 2013 - 14:42
د غزني د پوهنې په اړه راپور
author avatar
9 Jun 2013 - 14:42

غزنی ( پژواک ، ١٩غبرګولى٩٢): په غزني کې د زده کړو په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي، خو لا هم هلته ځينې ښوونځي تړلي او يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د نه شتون، مسلکي ښوونکو د کمښت او له نورو ستونزو سره مخ دي.

د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شپږ کاله مخکې په دې ولايت کې ٤٢٢ ښوونځي وو، خو اوس هلته د فعالو ښوونځيو شمېر ٥٧٥ ته رسيږي.

د هغه په وينا، له دې ښوونځيو څخه ٢٤٤ لېسې ، ١٤٧ منځني ښوونځي او ١٨٤ لومړني ښوونځي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دولتي ښوونځيو تر څنګ په غزني کې شپږ خصوصي ښوونځي هم شته، چې ٢٧٤٦ زده کوونکي په کې زده کړه کوي.

د ناشر په خبره، دا مهال په دې ولايت کې ټولټال ۲۴۵۹۸۶ تنه، چې ٤٥ سلنه يې نجونې دي، د ۴۷۴۷ ښوونکو له خوا په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي.

دى وايي، چې دغه راز په دې ولايت کې دوه ديني مدرسې، دوه د حرفوي زده کړو مرکزونه او ١١ دارالمعلمينونه هم فعاليت لري.

د هغه په وينا، په ديني مدرسو کې ٤٧٠ تنه، د حرفوي زده کړو په مرکزونو کې ٧٤٠ تنه، چې ٧٧ يې ښځينه دي او په دارالمعلمينونو کې شاوخوا ٣٠٠٠ تنه، چې٢٨٤ يې ښځينه دي، په زده کړو بوخت دي.

ناشر زياتوي، چې په غزني کې يو دولتي پوهنتون، چې د شرعياتو، کرنې، ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځي لري، هم فعاليت کوي او په دې پوهنتون کې ٢٢٠٠ تنه په زده کړو بوخت دي، چې ٣٠٠ يې نجونې دي.

د پوهنې د رييس په وينا، په ولسواليو او مرکز کې ٧٨٠ د سواد زده کړې کورسونه لري ،چې ٧٨٧٦ نارينه او ٤٩٧١ ښځينه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

د ده په وينا، دغه کورسونه د يونيسکو،يونيسف او otts په نوم مرستندويو ټولنو له لوري يې مالي ملاتړ کيږي ،چې اوس مهال په مرکز او يوولسو ولسواليو،مقر،ګيلان،اجرستان،اب بند،اندړ،ده يک،جغتو،قره باغ،جاغوري او ناور کې فعال دي.

په دې کورسونو کې هغه کسان زده کړه کوي،چې په تېرو کلونو کې د ستونزو او يا زده کړو ته د نه لاسرسي له امله له زده کړو پاتې شوي وو.

په غزني کې د زده کړو د يادو دولتي موسسو او ښوونځيو تر څنګ، د خاتم النبين خصوصي پوهنتون څانګه او يو خصوصي طبي انستيتيوت هم فعاليت لري.

د خاتم النبين پوهنتون په څلورو پوهنځيو کې ٤٦٠ تنه او د عمر په نوم خصوصي طبي انستيتيوت کې ١٢١ تنه په زده کړو بوخت دي.

ستونزې او پرمختګونه

د غزني د پوهنې رييس وايي، چې دا مهال په دې ولايت کې ٣٤ ښوونځي تړلي او د دې ښوونځيو ٥٤٠٠ زده کوونکي له زده کړو محروم دي.

د هغه په وينا، غزني کې مخکې شاوخوا ٧٠ ښوونځي تړل شوي وو، خو له دې امله چې اوس له پوهنې سره د خلکو مرسته ډېره شوې ده، له تړل شويو ښوونځيو څخه ٥٠ يې په تېرو پنځو کلونو کې بېرته پرانېستل شوي دي.

خو ده وويل، چې اوس د پخوا په پرتله ډېر خلک د پوهنې په اهميت پوه شوي او خپل ماشومان ښوونځيو ته استوي او د چارو په سمون کې د پوهنې له رياست سره مرسته کوي.

د ناشر د څرګندونو له مخې، په غزني کې وسله وال طالبان د پوهنې په پرمختګ کې لاسوهنه نه کوي، ځکه چې په دې اړه د قومي مشرانو له لوري ورسره خبرې شوې دي اوهغوى يې په دې قانع کړي، چې د پوهنې روان بهير د ټولو افغانانو په ګټه دى.

د ده په خبره، که وسله والو مخالفينو د پوهنې د پرمختګ مخه نيولې، نو اوس به په دې ولايت کې په سلګونو ښوونځي غير فعال وو.

خو د غزني د پوهنې ريیس وايي، چې په یو شمېر سیمو کې خلک له پوهنې سره لېوالتيا نه لري او نه غواړي، چې اولادونه يې زده کړې وکړي، نو ځکه هلته ښوونځي تړلي دي.

د ناشر په خبره، د ناوې، اب بند، ګېرو، زنخان او رشيدانو ولسواليو کې شاوخوا ٣٢ ښوونځي تړلي دي.

دى وايي، چې د دې ولايت پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په کرايي خونو، باغونو، خېمو او يا هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

دی زیاتوي، چې د غزني په اب بند، اجرستان، زنخان او ناوه ولسواليو کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري.

د ناشر په وينا، د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو په برخه کې هر کال د پوهنې وزارت او ځينو مرسته کوونکو له خوا ورسره ژمنې کیږي، خو عملي کیږي نه.

نوموړي زياته کړه، چې تېر کال هم ورسره ژمنه شوې وه، چې په دې ولايت کې به د نږدې ۹۰ ښوونځيو ودانۍ جوړیږي، خو یواځې لس ودانۍ جوړې شوې او سږ کال هم ورسره د ۳۳ ښوونځيو د ودانیو د جوړولو ژمنې شوې دي.

دغه راز هغه وويل، چې د مسلکي ښوونکو د کمښت جدي ستونزه هم په دې ولايت کى شته ده.

خو زياتوي، چې په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو د کمښت د ستونزې د لرې کولو په موخه ۱۱ دارالمعلمینونه جوړ شوي، چې اوس مهال په کې شاوخوا ۳۰۰۰ محصلين زده کړې کوي.

ده وویل: “زه هيله من یم، چې په راتلونکو څو کلونو کې به په غزني کې د پوهنې پر وړاندې ټولې شته ستونزې له منځه ولاړې شې.”

ناشر زياتوي، چې د کتابونو د کمښت ستونزه په لرې کېدو ده او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته کتابونه ورسوي.

د غزني پوهنتون رييس عبدالقدير خموش وايي، چې غزني پوهنتون ته اوس پاملرنه زياته شوې ده او دغه پوهنتون پخوا په يوه سوداګريز مارکېټ کې فعاليت درلود، خو اوس خپله ودانۍ لري.

د هغه په وينا، ١٢ تنه استادان د ماسټرۍ لپاره په زده کړو بوخت دي، چې پنځه يې په پلازمېنه کابل او شپږ تنه يې له هېواده بهر او يوتن د دوکتورا په برخه کې زده کړې کوي.

هغه وايي، چې د بېلابېلو پوهنځيو استادان د ماسټرۍ لپاره په جاپان، هند، ترکيه، سويس او ايران هېوادونو کې او يو بل يې د دوکتورا په برخه کې په ايران کې په زده کړو بوخت دى.

خلک

د غزني ښار د درېیم پلان د سیمې اوسېدونکی سید نور، چې دوه زامن يې د غزني په شمس العارفین لېسه کې زده کړې کوي وايي، چې د نورو کلونو په پرتله په وروستیو کې اوس په غزني کې د پوهنې بهیر او د ښوونکو له لوري په تدریس کې ښه والى راغلى دى.

د ده په وینا، اوس ښوونکو د پوهنې وزارت له ټولو تدریسي پلانونو سره بلدتیا پیدا کړې ده او د تدريس ميتود يې ښه شوى دى.

نوموړي زياته کړه: “کله چې په یوه ښوونځي کې درسي پلان سم عملي شي، نو حتمي زده کوونکي یو څه زده کوي.”

هغه بیا هم په غزني کې د پوهنې له چارواکو غواړي، چې په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي پر دندو وګوماري او د زده کوونکو درسي کتابونه دې په خپل وخت ټولو ښوونځیو ته ورسوي.

د غزني د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې د پوهنې بهير ته يواځې د غزني په مرکز او ځينو ولسواليو کې کار شوى دى.

د ګیرو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عطامحمد، چې په غزني ښار کې دوکان لري او زوی يې په ښار کې د شامیر لېسې د پنځم ټولګي زده کوونکى دى، وايي: ” ایا داسې څوک به هم پیدا شي، چې له پوهنې سره مینه ونه لري، موږ غواړو، چې اولادونه مو زده کړې وکړي، خو د پوهنې او نورو برخو کې يواځې په ښار او يو څو ولسواليو کې کار شوى دى. “

ده زیاته کړه: ” تراوسه مې د پوهنې چارواکي او کوم پلاوى نه دى لیدلی، چې هلته (ګيرو ولسوالۍ) ته دې راغلي وي او له خلکو سره دې له نږدې لیدلي وي. “

د عطامحمد په خبره، په ګیرو ولسوالۍ کې په زرګونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي.

هغه وايي، چې دلته له يوولسو ښوونځيو درې يې فعال دي او پاتې نور يې نيمه فعال دي او د زده کوونکو شمېر يې د پخوا په پرتله کم دى.

د ده په خبره، که چېرته د پوهنې له ریاست څخه د دوى ولسوالۍ ته څوک د ښوونځیو جوړولو په موخه لاړ شي او هلته له خلکو سره خبرې وکړي، هېڅ کومه امنیتي ستونزه به نه وي ورته، ځکه چې د دې ولسوالۍ خلک ډېر بې سواده دي او نه غواړي، چې خپل ماشومان يې هم د ځانونو په څېر همداسې بې سواده پاتې شي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجې خدایداد که څه هم د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د پوهنې بهیر ته خوښ دى، خو بیا هم د غزني د پوهنې ریاست په چارواکو نيوکه کوي.

هغه وايي : ” تراوسه مې د پوهنې له ریاست څخه یو پلاوى نه دى لیدلی، چې راغلى وي او د دې ولسوالۍ ښوونځي دې له نږدې وګوري. “

دى وايي، ښوونځی چې ودانۍ ونه لري، ښوونکي او کتابونه کم وي، نو په هغه ښوونځي کې به بیا څنګه زده کوونکي درسونه ووايي او څنګه به  د کانکور په ازموینو کې ښې نومرې تر لاسه کړي؟

د غزني ښار یو اوسېدونکى عبدالله بيا وايي: “اته کاله کيږي، چې زامن مې ښوونځيو ته ځي، خو تراوسه يې حساب هم نه دى زده کړى، کله يې ښوونکي نه وي او که وي هم لوړې زده کړې نه لري او زده کوونکي نه شي پوهولى. “

هغه دعوه کوي، چې د دې ولسوالۍ په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي کم دي او ډېرى يې د اړيکو له مخې پر دندو ګومارل شوي دي.

زده کوونکي او ښوونکي

د غزني ښار د شامیر لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکى محمد امان د ښوونکو له غیرحاضريو او د کتابونو له نه شتون څخه سر ټکوي او وايي: “زموږ ډېری درسي ساعتونه خالي وي او د دې تر څنګ تر اوسه موږ ته پوره کتابونه هم نه دي رسیدلي. “

د هغه په وينا، دا ستونزه نه یواځې سږ کال، بلکې هر کال شته وي او له امله يې زده کوونکي د ازموینو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.

د مقر د شهاب الدين لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی رحمت الله بیا وايي، چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله په دې لېسه کې د پوهنې بهير ښه شوى او درسي کتابونه ورته رسېدلي دي.

هغه زياتوي، چې په تېرو درېيو کلونو کې د پوهنتون او دارالمعملين فارغ ښوونکي په ښوونځيو کې پر دندو ګومارل شوي ، خو شمېر يې کم دى.

خو د غزني د سنايي لېسې یو زده کوونکى محمدهاشم، چې سږ کال په دوولسم ټولګي کې زده کړې کوي وايي: “هېڅ وخت چې زده کوونکي په خپله کوښښ ونه کړي، د ښوونکي له خولې څخه څه نه شي زده کولای. “

د ده په خبره، زیات شمېر زده کوونکي چې له ښوونځي څخه راووځي بيا د کتاب مخ نه ګوري او وروسته يې د کورنۍ غړي د هغه د پوهې د ټيټي کچې له امله ښوونکي ملامت بولي.

ده زیاته کړه: “زه يې منم چې یو ښوونکی باید مسلکي زده کړې ولري، د هغو سوالونو د ځواب توان ولري، چې زده کوونکي يې ورڅخه کوي، خو بیا هم باید زده کوونکي زیات کوښښ وکړي. “

ځينې ښوونکي هم په دې برخه کې زیاتې ستونزې په زده کوونکو کې ویني او وايي، چې زیات شمېر زده کوونکي له زده کړو سره مينه نه لري.

د غزني په مرکز کې د سید احمد مکه يي د لېسې یو ښوونکى شرف الدین وايي: “موږ په لوړو ټولګیو کې داسې زده کوونکي لرو، چې تراوسه يې لیک د لوستلو نه دى او علت يې هم د دوى له لوري کوښښ نه کول دي. “

د هغه په وينا، په دې برخه کې د زده کوونکو مور او پلار ملامت دي، چې له خپلو اولادونو څخه د درس په اړه نه پوښتي.

په غزني ښار کې د شمس العارفین لېسې ښوونکی عبدالله بيا تور پورې کوي، چې د پوهنې ریاست کې هم اداري فساد ډېر شوى او ټول ښوونکي باید هغه څه وکړي، چې د رياست له خوا ورته ويل کيږي.

ده زياته کړه: “کله چې یو زده کوونکی ناکام شي، نو بېرته امر راشي، چې دا باید کامیاب شي او ښې لوړې نومرې ورکړل شي. “

د قره باغ ولسوالۍ د شېرخان لېسې يو تن ښوونکى شېرجان سروري وايي، چې په قره باغ کې د پوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې نشته، ځکه چې ښوونځي يې پرانيستي دي او پخواني امنيتي ګواښونه هم اوس له منځه تللي دي.

دغه راز دى وايي، چې د ښوونکو مسلکي وړتيا لوړه شوې ده، په کال کې يو يا دوه روزنيز سيمينارونه او ورکشاپونه ورته جوړيږي او دغه راز درسي مواد او کتابونه هم ښوونځيو ته رسيدلي دي.

د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي يو تن محصل عبدالودود وايي، چې په ټول غزني کې د تېر په پرتله د پوهنې او زده کړو پر وړاندې ستونزې کمې شوې دي.

هغه وايي، چې پنځه کاله مخکې د ناامنۍ له امله په ناامنه ولسواليو کې نيمايي ښوونځي تړلي وو، خو اوس دا ستونزه نشته او يواځې د ناوې ولسوالۍ، چې د دولت له واکه وتلې ده، ښوونځي په کې تړلي او دغه راز په اب بند او زنخان ولسواليو کې زده کړې يو څه ستونزې لري.

هغه هم وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ډېرى ښوونکي مسلکي شوي ، ځکه چې د پوهنتون فارغان، د درالمعلمين زده کوونکي او داخل خدمت ښوونکي اوس په ښوونځيو کې د تدريس چارې پر مخ بيايي.

د سيمې روڼ اندي

د غزني په پوهنتون کې د ښوونې او روزنې په پښتو څانګه کې استاد عنایت الرحمن مایار په دې ولايت کې د زده کړو په برخه کې د ځينو ستونزو د شتون له امله نه یواځې چارواکي ملامتوي، بلکې وايي، چې په دې برخه کې د سیمې خلک هم مسوول دي.

د هغه په وينا، دا ستونزې یواځې په چارواکو نه هواریږي او باید د سیمې خلک هم د پوهنې بهير د پراختيا په برخه کې له خپل وس سره سمې مرستې وکړي.

دى د غزني د پوهنې ریاست له چارواکو او قومي مشرانو غواړي، چې د تړل شويو ښوونځيو د بيا پرانېستل کېدو په موخه له وسله والو سره خبرې وکړي.

په غزني کې د دیني چارو پوه شېخ حیدري د ځينو زده کوونکو د پوهې د ټيټې کچې په اړه وايي، چې له حده زیاته ازادي هم د دې لامل شوې ده، چې زده کوونکي خپلو درسونو ته پاملرنه ونه کړي.

د ده په خبره، د زده کوونکو پلرونه په دې پوره مکلف دي، چې خپل اولادونه کنټرول کړي.

هغه  زياته کړه: “زه يې وینم چې په لاره روان وي، اوږده ویښتان ، د ټېلېفون ګوشکي يې په غوږو کې وي ، سندرې اوري او یا هم په ایسکریم خانو کې فلمونه ګوري. “

حیدري وايي، چې هر پلار باید خپل زوی او لور ته دومره ازادي ورکړي، چې وروسته يې وزغملای شي او په ستونزو کې ورسره ډوب نه شي.

د هغه په وينا، د پوهنې ریاست هم باید په ښوونځیو کې خپل قانون په بشپړ ډول عملي کړي او باید د غریب، شتمن او واسطه لرونکي زوی ته په یوه سترګه وګوري.

خو د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان پژواک اژانس ته وويل، چې په هره سيمه کې لږه او ډېره ستونزه شته، خو اوس ډېر کار شوى ، اتيا سلنه ښوونځي ودانۍ لري او په پام کې ده، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د ودانيو د نشتوالې ستونزه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

هغه زياتوي، چې د غير مسلکي ښوونکو کمښت له پلوه ستونزه حل شوې ده، د غزني د مرکز په ګډون شپږو ولسواليو کې دارالمعلمينونه جوړ شوي او د پوهنې وزارت په دواړو برخو کې، د ودانيو جوړول او د ښوونکو په مسلکي کولو کې جدي کار کوي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.