کندوز (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): په کندوز کې د يوې پېغلې په وژل کېدو سره په روان کال کې په ياد ولايت کې د نجونو او ښځو د وژنو د پېښو شمېر ١٠ ته ورسېد.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ١٨کلنه نجلۍ د کندوز په مرکز خاک کني سيمه د خپل ورور له خوا د کلاشينکوف پر ډزو وژل شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې، چې تېر ماښام رامنځته شوه د نجلۍ مېره هم ټپي شوې ده.
حسيني زياته کړه، د څېړنو له مخې، دغه نجلۍ خپل ورور، چې بد ګومان يې پرې درلود وژلې او بيا تښتېدلى دى.
د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول څرګنده کړه، چې پوليسو د هغوى له کور څخه يو ميل کلاشينکوف ترلاسه کړى او د هغه د نيولو په هڅه کې دي.
د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکټر سعد مختار وايي، د دې نجلۍ مړى روغتون لېږدول شوى او د عدلي طب د معلوماتو له مخې، د کلاشينکوف مرمۍ د هغې پر بدن لګېدلې دي.
هغه وويل، چې د نوموړې نجلۍ مور هم په ټپي حالت کې روغتون ته ور وړل شوې او تر درملنې لاندې ده او وايي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د کندوز د ښځو چارو مشره نادرې ګياه دغه وژنه په کلکه غندلې او د مجرم د نيولو او هغه ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه يې کړې ده.
هغې د اندېښنې په ښکارلو سره پژواک ته وويل، چې تېره مياشت ښځينه فعالانو او د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون په کندوز کې غونډه درلوده، چې که چېرې بيا ښځې او نجونې ووژل شوې نو لاريون به وکړي، خو لکه څنګه چې لېدل کېږي د ښځو لاريون ته زمينه نه ده مساعده او لاريون به ونه کړي.
د روان کال په ترڅ کې، په خان اباد ولسوالۍ کې دوه مېرمنې د هغوى د مېړونو له خوا او يوه ٢٤ کلنه نجلۍ له کور څخه تر تېښتې وروسته، د امنيتي منسوبينو او وسله والو غلو ترمنځ په نښته کې ووژل شوې.
له دې سره د شمال ختيځ زون د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون مشر حيات الله اميري، په دغه زون (کندوز، بغلان، تخار او بدخشان) کې د ښځو او نجونو د وژلو د ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او له اړوندو بنسټونو څخه يې د هغوى د وژلو د عامليونو د نيولو غوښتنه کړې ده.
اميري له دينې عالمانو څخه وغوښتل، چې خلک د ښځو له حقونو څخه خبر کړي او له ياد کمېسيون سره يې مرسته وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن