ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست امنيتي راپور

د خوست امنيتي راپور

author avatar
10 Jun 2013 - 13:16
د خوست امنيتي راپور
author avatar
10 Jun 2013 - 13:16

خوست (پژواک ١٦غبرګولى ٩٢) : د خوست ولايت چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله ددغه ولايت امنيت  ښه شوی،د دولت واک لرې پرتو سيمو ته غځيدلی او په خوست ښار سربېره په ولسواليو او سرحدي سيمو کې امنيت ټينګ شوی  دی.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې د تېر په پرتله د خوست د مرکز او ولسواليو امنيت ښه شوی ، د ناامنيو پېښې کمې شوې دي، وسله وال کمزوري شوي او په مقابل کې يې افغان ځواکونه پياوړي، مسلکي شوي، امکانات او تجهيزات يې عصري شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل،چې د دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون هر څوک کولی شي د خوست هرې ولسوالۍ او لرې پرتو سيمو او سرحد ته تګ راتګ وکړي.

نوموړی پدې وروستيو کې د خوست يو شمېر لرې پرتو سيمو ته د سولې د کاروانونو يادونه کوي،  چې ترسره شوي او پر وړاندې يې هيڅ پېښه نده رامنځته شوې.

نعيمي وايي، دوه اونۍ وړاندې په خوست کې د سولې جشن ترسره شو، چې د کابل په ګډون د يو شمېر ولايتونو او خيبر پښتونخوا  مخورو څېرو او نږدې پنځه زره خوست مېشتو ځوانانو پکې کډون کړی وو.

والي عبدالجبار نعيمي وايي، که څه هم په خوست کې سيمه ييز پوليس نشته ، خو تل د اړتيا پر مهال د سيمو خلکو د افغان ملي ځواکونو مرستې ته رادنګلي او لاس نيوی  يې کړى دی.

هغه وايي ، د ولسونو بدريغه همکاري دې ته لاره هواره کړې، چې افغان ملي ځواکونه په ډاډ سره د سرحدي سيمو ساتنه وکړي او هغه لارې ، چې پخوا به ترې  وسله وال طالبان راتلل، په کلکه بندې کړې دي.

نوموړی زياتوي، دا مهال په خوست کې د ښه امنيت په شتون کې د بيارغونې بهير عادی روان دی او هغه ولسوالۍ ،چې پخوا پکې ناامني وه اوس په کې د ملي پيوستون کارونه پيل شوي دي.

دده په وينا، د هغو ولسواليو خلک چې پخوا يې ولسواليو ته مراجعه نشواى کولی اوس د ولايت مقام ته راځي او په خپلو سيمو کې د بيارغونې او امنيتي پوستو د جوړيدو غوښتنه کوي.

ددې ترڅنګ د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقی زوی هم په خوست کې د پخوا په پرتله امنيت د ډاډ وړ بولي.

هغه وايي ، چې د جنايي جرمونو ګراف ټيټ شوی،خلک له دولت سره په ټوله مانا همکار دي.

باقی زوی پژواک ته وويل، د خوست دخلکو همکاري،په دولت باندې باور،د امنيتي ځواکونو مسلکي کيدل،په ښو وسلو او تجهزاتو سمبالېدل او مهمو سيمو کې دګډو امنيتي مرکزونو جوړېدل ددې لامل شوي ، چې پدغه ولايت کې ډاډمن امنيت رامنځته شي.

امنيه قوماندان وايي، چې پخوا به د خوست ښار او ولسواليو ته پر غځيدلو لارو د وسله والو غلو له خوا د خلکو موټر  تښتول کېدل او بيا به شمالي وزيرستان ته اړول کېدل،خو اوس دا ستونزه نشته.

د خوست د ولايتي شورا او د خوست يو شمېر اوسېدونکی هم تاييدوي ،چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوی.

د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار وايي، چې په دغه ولايت کې امنيت ښه شوی او دده په ګډون ټول پوځي او ملکي چارواکي کولی شي د خوست هرې سيمې ته چې زړه  يې وغواړي سفر وکړي.

هغه وايي، چې د امنيت د ښه کېدو له امله د خلکو کاروبار ښه شوی، په خوست ښار او د ولسواليو په ښار ګوټو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او د تر هر بل وخت د خلکو همکاري له دولت سره ډيره شوې ده.

خو نوموړی وړانديز کوي که افغان دولت غواړي، چې په خوست کې نور هم امنيت ښه شي د افغان ځواکونو په شمېر کې دې زياتولی راولي،په سرحدي سيمو کې دې نوې پوستې جوړې کړي او د خوست په يو شمېر ولسواليو کې دې سمه ييز پوليس په دندو وګوماري.

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی سيدولي وايي، چې پخوا يې په ولسوالۍ کې ناامنۍ ډيرې وې،  خو اوس الحمدالله امنيت ښه شوی دى.

نوموړى زياتوي، د ناامنيو له امله يې په ولسوالۍ کې د بيارغونې بهر په ټپه  درېدلی و  او هيچا نشوای کولی په دغه ولسوالۍ کومه پروژه پلې کړي.

هغه وايي، چې دا مهال په عليشېرو کې د ملي پيوستون پروګرام  پيل شوی، چې ډير ژر به په ټوله ولسوالۍ کې پلی شي.

د خوست ښار اوسېدونکى او د عالي دارالمعلمين محصل عبدالله خان تڼى وايي، چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى، خو هغسې نه دى، چې خلک پرې باور وکړاى شي.

نوموړى زياتوي، چې همدا اوس په ښار کې چاودنې کيږي او کله ناکله پر پوليسو هم بريدونه کيږي، دغه حالت ښاريانو ته وېره پيدا کړې او امنيتي ځواکونه يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، که امنيتي ځواکونه د نسبي امنيت په ټينګښت کې پاتې راشي، نو تر ٢٠١٤ کال وروسته به په خوست  کې د ناامنۍ وېره نوره هم زياته شي.

د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکی معلم  رحمت شاه وايي، چې په خوست او په ځانګړې توګه په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې امنيت د ډاډ وړ دی.

دى زياتوي،چې کله کله د ناامنيو پېښې رامنځته کيږي ، خو اوس افغان ځواکونه په دې توانيدلي، چې د ډيرو بدو پېښو مخه ونيسي.

دى وايي: (( له دولت څخه زموږ د ولسوالۍ د خلکو غوښتنه دا ده، چې د ناامنيو د ختمولو لپاره په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس په دنده وګوماري.))

هغه وايي، دا به دوه ګټې ولري،يو به خلکو ته کار پيدا شي اوله بله پلوه به د سيمې امنيت په خپله د سيمې خلک تامين کړي.

د يادونې ده ، چې چارواکي د خوست ولايت د امنيت د ښه کېدو په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي ، چې دغه ولايت له ګاونډي هېواد پاکستان سره ١٨٣کيلومتره متره ګډه پوله لري او ددغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ له شمالي وزيرستان او سوېلي وزيرستان سره چې د وسله والو د روزنې  مرکزونه بللل کيږي،  پر پوله پرتې دي  .  

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.