ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د بيارغونې راپور

د غزني د بيارغونې راپور

author avatar
10 Jun 2013 - 12:58
د غزني د بيارغونې راپور
author avatar
10 Jun 2013 - 12:58

غزنی ( پژواک ۲۰ غبرګولى ٩٢ ) : په غزني کې په تېرو پنځو کلونو کې په مرکز او ولسواليو کې سلګونه پراختيايي پروژې پلې شوي،خو د ٢٠١٣ کال اړوند سترې پروژې د ناڅرګندو عواملو له امله وځنډېدې او چارې يې نيمګړې دي.

د غزني والي موسي خان اکبرزاده وايي،چې په تېرو پنځو کلونو کې په ولسواليو او مرکز کې ٢٥٠ کيلومتره سړکونه پاخه شوي دي.

د نوموړي په وينا،د لرې پرتو او کليواليو سيمو تر ١٠٠ کيلومتره زيات سړکونه او لويې لارې رغول شوې دي ،چې د خلکو ستونزې ورسره لږ شوې دي.

هغه زياتوي ،چې په دې موده کې د ٣٦ ښوونځيو لپاره په مرکز او ولسواليو کې ودانۍ جوړې شوې دي او د  ٣٣ نورو ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو کار روان دى.

دغه راز د مرکز په ګډون په څو ولسواليو کې د شاوخوا لس کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

د ٢٠١٣ کال په پروژو کې د ٢٥ لرغونو ابدو له جملې څخه د ١٨ هغو رغونه او د دې ترڅنګ څو نورې سترې پروژې ،چې لا يې کار نه دى بشپړ شوى، شاملې دي.

د اطلاعاتو او کولتور رييس بسم الله شريفي وايي،چې د پاتې لرغونو ابدو رغونه به تر راتلونکو درېيو مياشتو بشپړه شي او دغه راز د اسلامي ثقافت په نوم ستره پروژه،چې په کې د غونډو يو ستر تالار،جومات،سرپټى بازار او ٥٠ کوچني بلاکونه په کې راځي، په پنځو مياشتو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د کليو او پراختيا رياست په تېرو پنځو کلونو کې په مرکز او ولسواليو کې ١٨٠ پلچکونه جوړ کړي،١٣٤٠ متره استنادي ديوال او د اوبو را ايستلو ٦١ ژورې څاګانې يې کيندلې دي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس غلام سنايي مايل وايي،چې له دې پرته اوس مهال په مرکز او ولسواليو کې لګسونه پروژې تر کار لاندې لري،چې په درېيو مياشتو کې به يې خلکو ته وسپاري.

د غزني ولايت د پراختيايي چارو مسوول انجينر کريم وايي،چې په ځينو ولسواليو کې واړه بندونه جوړ شوي او د پخوانيو بندونو رغونه هم شوې ده.

د ده په خبره،دوه واړه بندونه په ده يک او يو په مرکز کې جوړ شوى او دغه راز د اندړو ولسوالۍ د مشهور بند سردې يو کانال رغول شوى او د دروازو رغونه يې روانه ده.

خو خلک او د سيمې اوسېدونکي وايي،چې په غزني کې د پام وړ پراختيايي کارونه، نه دي شوي او د مرکز په پرتله لرې پرتو سيمو ته ډيره کمه پاملرنه شوې ده.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي،چې په وروستيو پنځو کلونو کې د ولسواليو په پرتله مرکز ته ډير پام شوى په داسې حال کې،چې د مرکز په پرتله د ولسواليو او لرې پرتو سيمو خلک ډېرې اړتياوې لري.

د ده په خبره،په ولسواليو کې د لويو پراختيايي پروژو او دغه راز د ملي پيوستون ګټور پروګرام پر وړاندې اصلي خنډ د وسله والو موجوديت او ناامني ده،چې پراختيايي چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

جامع پژواک اژانس ته وويل،چې سره له هغه هم د ډيرى ولسواليو او مرکز تر منځ لارې پخې شوي او په ډيرى سيمو کې د ملي پيوستون پروګرام په ښه توګه عملي شوى دى.

د ولايتي شورا استازى او د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله کامراني هم د وروستيو څو کلونو له کاره خوښ دى،خو زياتوي ،چې تر ډيره بريده په نارامو سيمو کې وسله وال د پرمختګ خنډ و، د خلکو غوښتنو او اړتياوو ته هغسې پاملرنه ونشوه ،چې څرنګه په کار وه.

هغه وايي،چې د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو پر خلاف تر پاڅون وروسته کار او پراختيايي چارو ته ښه زمينه برابره ده او په هغو سيمو کې ،چې پاڅونونه حاکم دي د ملي پيوستون کار په چټکۍ په کې روان دى.

د کامراني په خبره،په تېره يوه لسيزه کې اساسي او بنيادي کار ته پاملرنه ونه شوه ،چې ستر بندونه جوړ شي ، د کرنې سترې پروژې پلې شي او دغه راز د بېکارۍ د مخنيوي په موخه وړې فابريکې جوړې شي.

کامراني زياتوي،د ٢٠١٣ کال لپاره ځانګړې شوې پروژې ،چې هوايي ډګر،کاناليزسيون، برېښنا او دوه ستر هوټلونه په کې شامل وو له پامه ولوېدې.

د ده خبره، په ٢٠١٣ کال کې د غزني د بيارغونې او پرمختيا لپاره يو فرصت او چانس و،خو چارواکو په کار کې ناغيړي وکړه،نه يې دې نوم ته چندانې اهميت ورکړ او نه يې هغو پروژو ته بوديجه ځانګړې کړه،چې په لومړيو کې د ٢٠١٣ کال لپاره په پلان کې نيول شوې وې.

قومي مشر او د سولې شورا غړى ډاکټر غني بهادري وايي،چې په تېرو لسو کلونو کې د سيمې متوازن انکشاف او پرمختګ ته پاملرنه ، نه ده شوې،يواځې محدودو سيمو ته کار شوى دى.

نوموړى وايي،که په هره سيمه کې په برابره توګه کار پيل شوى واى او د هرې سيمې خلکو ته لازم کاري فرصوتونه برابر شوي واى،له يوه لوري به ناامنيو او جګړو دومره زور نه اخيست او له بل لوري به ځوان نسل بې کاره نه پاتې کېده.

بهادري زياتوي،په غزني کې تر ټولو لومړى د بندونو جوړولو او د اوبيزو زېرمو رغونې ته اړتياوه ،خو په تېرو لسو کلونو کې دې برخې ته هيڅ پاملرنه ونه شوه.

دى وايي، د بندونو جوړول او رغول به له يوه لوري زرګونه خلکو ته کاري زمېنې په لاس ورکړي او له بل لوري به کرنيز اقتصاد ورسره پياوړى شي،چې د خلکو په لومړنيو اړتياوو کې راځي.

په يادو پروژو کې تر نيمايي د زياتو ،چې سړکونه،روغتيايي مرکزونه او ښوونځي په کې راځي مالي لګښت د ولايتي بيارغونې د امريکايي او پولنډي ډلو ( پي ارټي ) له لوري ورکړل شوى دى.

د دې ترڅنګ په پراختيايي چاروکې،فوايد عامې،کرنې او مالدارۍ او دغه راز د غزني ښاروالۍ يو شمېر پراختيايي پروژې پلې کړې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.