ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: ډېر ژر به د امنيتي مسووليتونو د لېږد پنځم پړاو پيل شي

عظيمي: ډېر ژر به د امنيتي مسووليتونو د لېږد پنځم پړاو پيل شي

author avatar
10 Jun 2013 - 17:15
عظيمي: ډېر ژر به د امنيتي مسووليتونو د لېږد پنځم پړاو پيل شي
author avatar
10 Jun 2013 - 17:15

کابل (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وياند په نږدې ورځو کې د “مسووليتونو د لېږد” د وروستي پړاو د پيل د خبر تر څنګ وويل، افغانان دې تر هغه د جګړې د ختم په تمه نه وي، څو په بهر کې د ترهګرو د توليد مرکزونه شتون ولري.

افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په مياشت کې له باميانو پيل شو او تر اوسه يې څلور پراوونه بشپړ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي نن په کابل کې د ايساف ځواکونو له وياند جنرال ګونتر کتز سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې اوسمهال افغان ځواکونه د هېواد د ٨٠ سلنې خاورې د امنيت مسووليت پر غاړه لري.

د ده په وينا، ټاکل شوې چې پنځم پړاو هم په نږدې ورځو کې پيل شي او په روان ميلادي کال کې يې په پلي کېدو سره د ټول هېواد د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونه پر غاړه واخلي.

هغه د پنځم پړاو په پيل سره افغان ځواکونو ته له بهرنيانو د امنيتي او عملياتي چارو سپارل، د افغانستان د ملي حاکميت، ملي ګټو او ملي يووالي د تضمين په لاره کې يو تاريخي ګام وباله او د افغانستان د خلکو هيله يې ياده کړه.

ده زياته کړه: “په امنيتي منسوبينو ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت کې خوشبختانه دا وړتيا رامنځته شوې چې دا مسووليت په اطمينان سره مخته يوسي.”

ده وويل، په کومو سيمو کې چې چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل شوې، خلکو ترې ملاتړ کړى چې له امله يې افغان ځواکونه له دغو مسووليتونو بريالي وتلي او  دا مهال د ٩٠ سلنې عملياتو مشري کوي.

عظيمي د کابل پر هوايي ډګر د نن ورځې بريد ته په اشارې وويل: “موږ بايد تر هغه د جګړې د ختم تمه ونه لرو، تر څو چې په بهر کې د ترهګرۍ د توليد مرکزونه موجود وي.”

نن سهار ٧ وسله والو مخالفينو د کابل هوايي ډګر ته له څېرمې سيمې پر دغه ډګر بريد وکړ. چارواکي وايي، چې په دې شاوخوا څلور ساعته بريد کې ٧ بريدګر وژل شوي او دوه ملکي وګړي برسېرن ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند وويل، چې په پاکستان کې د ديني مدرسو په رخصتېدو سره، “زرګونه کورني او بهرني” اتباع افغانستان ته راغلي او خپلو بريدونو ته يې زور ورکړى دى.

عظيمي زياته کړه: “موږ هېڅ وخت نه دي ويلي او نه وايو چې په راتلونکي کې به جګړه نه وي، بلکې زموږ خبره دا ده چې د افغانستان امنيتي ځواکونه، اردو، پوليس او ملي امنيت دا وړتيا موندلې چې د دښمن خوځښتونه وځپي او وضعيت کنټرول کړي.”

ده وويل، سره له دې چې سلګونه بهرنيان افغانستان ته راغلي، جګړو زور موندلى او د پاکستاني طالبانو ځينو کړيو په افغانستان کې جګړې ته تيارى ښودلى، خو افغان ځواکونو د دوى بريدونه مهار کړي دي.

هغه په هلمند، فارياب او نورستان کې د وروستيو جګړو يادونه وکړه او ويې ويل، چې په دې جګړو کې افغان ځواکونو خپله وړتيا وښوده او وسله وال مخالفين يې وځپل.

 له عظيمي سره په نننۍ خبري ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند ګونترکيتز چې نن يې دنده پاى ته ورسېده هم برخه لرله.

کيتز وويل، چې افغان ځواکونو د تېر يو کال په اوږډو کې د ډېرو سيمو د امنيتي چارو مسووليت او د پوځي عملياتو رهبري پر غاړه اخستې ده.

ده زياته کړه: “ستاسو امنيتي ځواکونه زموږ له توقع پورته عمل کوي، دوى په برياليتوب سره د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي، دوى به په هېواد کې د امنيت د تامين لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.”

د هغه په وينا، نړيواله ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او افغانان دې دا اندېښنه نه لري چې ګواکې دوى به يواځې پاتې شي.

جنرال ګونتر کيتز تېر کال په افغانستان کې د ناټو د وياند په توګه وټاکل شو او نن يې په رسمي توګه خپله دنده هاينز فيلډمن (Heinz Feldmann) ته وسپارله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.