ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ځانمرګي بريد ١٧ تنه ووژل

کابل کې ځانمرګي بريد ١٧ تنه ووژل

author avatar
11 Jun 2013 - 16:34
کابل کې ځانمرګي بريد ١٧ تنه ووژل
author avatar
11 Jun 2013 - 16:34

څلورم تعقيب – کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): کابل ښار کې د سترې محکمې په دروازه کې د ځانمرګي بريد  له امله ١٧ تنه وژل شوي او ٣٩ نور ټپيان دي.

دا څرګندونې د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمد داوود امين پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دغه بريد نن له غرمې وروسته په څه باندې څلورو بجو د يوه کرولا موټر له لارې، په داسې حال کې تر سره شوى، چې د محکمې کارکوونکي کورونو ته روان وو او غوښتل يې چې موټرو ته پورته شي.

امين وايي، په وژل شويو کې دوې او په ټپيانو کې اته ښځې شاملې دي.

ده د نورو وژل شويو او ټپيانو په اړه نور معلومات ورنکړل.

خو د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال محمدظاهر له پېښې لږ وروسته پژواک ته ويلي و، چې په وژل شويو او ټپيانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د محکمې کارکوونکي او لارويان شامل دي.

ده هم نه و دي ويلي، چې له يادو کسانو څخه څو تنه يې د محکمې کارکوونکي او څومره لارويان دي.

په دې بريد کې چې د محکمې په ختيځه دروازه کې شوى، يو کاسټر موټر په بشپړ ډول له منځه تللى او ٤ کاسټر او ٧ کرولا ډوله موټر زيانمن شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو مشر ډاکټر محمدکبير اميري پژواک ته وويل، چې د کابل ښار روغتونونو ته د اتو تنو جسدونه او ٢٢ ټپيان وروړل شوي دي.

طالب وياند ذبيح ا لله مجاهد وايي، چې دغه بريد د دوى يو تن (انجنير عبدالواجد)  تر سره کړى  دى.

د ده په وينا، په دې بريد کې  د محکمې ٥٠ تنه قاضيان او نور کارکوونکي وژل شوي او  ګڼ شمېر نور ټپيان دي .

هغه وايي، د سترې محکمې پر کارکوونکو دغه بريد ځکه شوى، چې د دولت وسله وال مخالفين پر اعدام محکوموي او ظلم کوي .

له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي ويلي: “دغه بريد يو ځل بيا وښوده چې طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي.”

ولسمشر د وژل شويو کسانو له کورنيو سره همدردي ښودلې، د تسليت مراتب يې ورته وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله کړې ده.

تېره ورځ هم اووه وسله والو مخالفينو له دوو نيم کاره ودانيو څخه د کابل پر هوايي ډګر بريد وکړ، چې په پايله کې يې بريدکوونکي ووژل شول او دوه ملکي وګړي برسېرن ټپيان شول.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.