ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هوايي بريد کې لس ماين خښوونکي ووژل شول

هوايي بريد کې لس ماين خښوونکي ووژل شول

author avatar
12 Jun 2013 - 12:27
هوايي بريد کې لس ماين خښوونکي ووژل شول
author avatar
12 Jun 2013 - 12:27

ښرنه (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، په پکتيکا کې د ايساف هوايي بريد لس ماين خښوونکي وژلي دي.

د سر روضې ولسوال رازمحمد مخلص د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بريد د شپې ناوخته د سر روضې_ارګون تر منځ د کوټنۍ په سيمه کې ترسره شوى دى.

د ده په وينا، دغه ماين خښوونکي له مخکې تر څار لاندې وو چې د ماين خښولو پر مهال پرې هوايي بريد وشواو لس تنه يې ووژل.

نوموړى زياتوي، د وژل شوو دوو تنو مړي ولسوالۍ ته ور وړل شوي او د اتو نورو جسدونه ټوټه ټوټه شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم دا مني، چې په بريد کې لس ماين خښوونکي وژل شوي او مړى يې په سيمه کې پراته دي.

د ده په وينا، پوليس سهار وختې سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په بريد کې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

دغه راز د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني په قره باغ او ګيرو ولسواليو کې د نښتو پر مهال شپږ وسله والو وژل شوي دي.

خبر پاڼه کاږي، چې امنيتي ځواکونو د وژل شوو وسله والو وسلې ترلاسه کړې او دغه راز يې شپږ ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.

د طالبانو وياند دغه دواړه ادعاوې رد کړي

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.