ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له بګرام زندانه له دوه زرو زيات بنديان خوشې شوي”

author avatar
13 Jun 2013 - 19:07
author avatar
13 Jun 2013 - 19:07

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٢): د ولسمشر کرزي په مشرۍ عدلي او قضايي غونډه وايي، د قضايه قوې پر اړوندو ادارو د طالبانو بريدونو وښوده، چې هغوى نه غواړي د طالب تر نامه لاندې بې ګناه افغانان له زندانون څخه خوشې شي.

له ارګ څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ياده غونډه کې چې په ارګ ترسره شوه، د طالبانو له خوا د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي په ۲۱مه په کابل کې د سترې محکمې او د فراه ولایت د استیناف محکمې او څارنوالۍ پر وړاندې د وري د ۱۴مې نېټې د بریدونو د اصلي موخو په اړه بحث وشو.

دوه ورځې وړاندې په کابل ښار کې د سترې محکمې په دروازه کې د ځانمرګي بريد له امله ١٧ تنه ووژل شول او ٣٩ نور ټپيان شول.

دغه راز د وري په ١٤مه، يو شمېر وسله وال طالبان سهارمهال د فراه د استيناف محکمې ودانۍ ته ننوتل، چې په پايله کې يې د نهو بريدکوونکو په ګډون ٥٤ تنه ووژل شول او سل نور ټپيان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، په عدلي او قضايي غونډه کې وویل شول، چې د فراه برید په داسې حال کې ترسره شو، چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري په پنځمه له بهرنیانو سره له ډېرو جنجالونو وروسته د بګرام زندان اداره او مسوولیتونه په بشپړه توګه د افغانستان حاکمیت ته ولېږدول شول.

دغه راز په کابل کې د سترې محکمې پر وړاندې د دوه ورځې وړاندې (د غبرګولي ٢١مه) برید بیا په داسې حال کې تر سره شو، چې د همدې مياشتې په ۱۴مه د ملي امنیت شورا له خوا د ۳۰۴۱ نمبر مکتوب په واسطه په کابل کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل شول، چې د روان کال د غبرګولي تر ۲۲مې پورې په بګرام کې د افغان بندیانو دوسیې  “د دوسيو د بيا کتنې او څېړنې بورد” ته وروسپاري.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: “د دغو دواړو بریدونو تر څېړلو وروسته، غونډې داسې پايله واخیسته چې طالبان خپلو بهرنیو بادارانو ته په خدمت کې د دا ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي، چې د طالب تر نامه لاندې بېګناه افغانان په زندانونو کې پاتې شي، ظلم دوام ومومي او حتی د بهرنیانو تر کنترول لاندې د زندانونو موجودیت توجیه شي.”

د خبرپاڼې په حواله: “په حقیقت کې طالبان د داسې بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د هغو کسانو د خوشې کېدو په وړاندې د عامه ذهنیت مخالفت راوپاروي، چې تروریستان نه دي، کوم جرم یې نه دی ترسره کړی او بې ګناه بندیان شوي دي.”

عدلي او قضایي غونډې د سترې محکمې پر وړاندې د طالبانو له لوري د دوه ورځې وړاندې دغه برید په کلکو ټکو محکوم کړى او هغه يې د افغانستان او د افغانانو د خپلواکۍ پر خلاف عمل بللى دى.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بګرام زندان عمومي قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزي څرګنده کړې، چې د ۱۳۹۱ د وري له میاشتې را په دېخوا د بګرام له زندان څخه ۲۱۵۶ تنه هېوادوال د هېواد د محاکمو د حکم پربنسټ، د جرم د نه ثبوت او د ټولو قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته خوشې شوي دي.  

همداراز عدلي او قضایي غونډې د بګرام په زندان کې د امریکایي مسوولینو له خوا د افغان زندانیانو د دوسیو د سپارلو پر چټکتیا ټينګار کړى او په نوموړي زندان کې یې له امریکایي مسوولینو څخه غوښتي، چې د افغان بندیانو دوسیې بايد ژر تر ژره او په ډېر شمېر “د دوسيو د بيا کتنې او څېړنې بورد” ته تسلیم کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.