جلال اباد (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د قلم په نوم يوې سيمه ييزې راډيو، چې د قلم ښوونيز مرکز اړوند ده، د غبرګولي په ٢٥مه يې په رسمي خپرونو پيل وکړ.
د قلم راډيو مسوول مدير سهار ګل اميرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې راډيو يې په بشپړه توګه خپلواکه او ناپېيلې ده.
ده وويل، چې ياده راډيو د ورځې اته ساعته خپرونې لري، چې ډيره برخه يې ښوونيزې او ټولنيزې خپرونې دي.
اميرزي زياته کړه: ((دغه راډيو به په سيمه ييزه توګه هغه ستونزې راسپړي، چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او د حل لارې به ورته لټوي.))
نوموړى زياتوي، چې دغه راډيو د ننګرهار د مستوفي احسان الله کامه وال په شخصي لګښت فعاليت کوي، چې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې اورېدل کېږي.
د کامې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او د ځوانانو د ټولنې غړي رحيم الله پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم په دغه ولايت کې راډيوګانې ډېرې دي، خو د دې راډيو ځانګړتيا دا ده ، چې ډېرى خپرونې د ځوانانو لپاره کوي.
د دې راډيو د پرانيستلو په مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال، مستوفي احسان الله کامه وال، د سولې شورا مرستيال مولوي عطاء الله لودين، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، د ملي شورا غړو، ځوانانو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
ياده دې وي، چې په ننګرهار کې دا مهال د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون سربېره ١٤ اف اېم راډيو ګانې او يو شخصي تلويزون فعاليت کوي.
Visits: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن