ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني ځواکونه له بغلان څخه ووتل

جرمني ځواکونه له بغلان څخه ووتل

author avatar
16 Jun 2013 - 16:22
جرمني ځواکونه له بغلان څخه ووتل
author avatar
16 Jun 2013 - 16:22

پلخمري (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د ايساف په چوکاټ کې جرمني ځواکونه په داسې حال کې په بغلان ولايت کې خپل پوځي مرکز ملي اردو ته سپاري، چې خلک او ملي اردو وايي، چې امنيتي ځواکونه بايد ډېر سمبال شي.

پرون مازديګر شاوخوا ٧٠٠ جرمني عسکر د بغلان مرکز د پلخمري په پوزه اېشان سيمه کې خپل پوځي مرکز خالي کړ او هغه يې د ملي اردو کنډک ته پرېښود.

په بغلان ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ارکانو کنډک مشر جګړن عبدالمجيد غياثي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې سره سره چې افغان ملي ځواکونه د سمبالښت له پلوه د جرمني ځواکونو په شان نه دي، خو بيا هم د امنيت ټينګولو وړتيا لري.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو سرتېري له نورو ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه د امنيت په ټينګولو کې هڅه کوي، خو درنو وسلو او سمبالتيا ته ډېره اړتيا لري.

جرمني ځواکونو شپږ مياشتې وړاندې هم د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په منګلو او ابقول سيمو کې خپل پوځي مرکز ملي اردو ته سپارلى و.

جګړن غياثي وويل، چې ملي اردو په دغو سيمو کې د ايساف ځواکونو له وتو وروسته امنيت ټينګ کړى دى.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صادق مرادي هم وايي، چې په بغلان ولايت کې  د امنيت په برخه کې د جرمني ځواکونو شتون اغېزمن و، خو اوسمهال، چې ملي اردو د هغوى ځاى نيولى د تجهيزاتو له کمښت سره مخ دي، چې دولت بايد دې تشې ته پام وکړي.

هغه زياته کړه، چې ملي پوليس له ملي اردو سره د امنيت په ټينګولو کې همغږي دي او د امنيت لپاره، چې په هر ځاى کې اړتيا وي، نو په ګډه سره به عمل ترسره کړي.

له بلې خوا د پوزه ايشان سيمې يو سپينږيري محمدعزيز وايي، چې جرمني ځواکونو په امنيت او بياجوړونه کې ډېر اغېزناک رول درلود او په کليوالو سيمو کې به يې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ارامول.

هغه زياته کړه: ” ملي اردو هم امنيت ټينګولى شي، خو په دې شرط، چې خپل عمل په صادقانه ډول ترسره کړي او له خلکو سره وي.”

امنيتي چارواکي وايي، چې يو شمېر محدود بهرني ځواکونه د دغه ولايت د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې تر اوسه مېشت دي، چې هغوى به هم په راتلونکي کې هغه ځايونه پرېږدي.

جرمني په افغانستان کې شاوخوا ٥ زره سرتېري لري، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې مېشت دي، تر دې مهاله په بېلابېلو پېښو کې د ياد هېواد له پنځوسو زيات سرتېري وژل شوي دي.

دغه هېواد ژمنه کړې، چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم، که جرمني ځواکونه به افغانستان کې شتون هم ونه لري، خپلو مرستو ادامه ورکوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.