ژبه

د پکتيا ٦٩ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

ساحل منگل

۲۶ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۳:۵۶

Views: ۵۸

ګردېز (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د پکتيا د پوهنې  چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې به ٦٩  ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي.

د پوهنې رياست مرستيال محمدناصر حکمت د غبرګولي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنې وزارت د دغو ودانيو  منظوري ورکړې او په نږدې ورځو کې به يې چارې پيل شي.

نوموړى زياتوي، چې د دغو ښوونځيو ۴۱ د نړيوال بانک، ۱۲ د پوهنې وزارت، ۱۲ د يونيسيف ادارې او ۴ يې د هندوستان هېواد په مالي لګښت جوړيږي.

حکمت زياتوي، چې د دغو ودانيو په جوړېدو سره به د ځاى د کمښت  ستونزه تر ډېره هواره شي خو لا هم د نورو ودانيو جوړېدو ته اړتيا ده، چې دوی يې د جوړېدو په لټه کې دي.

د ده په خبر، په پکتيا کې ډېرى لومړني او منځني ښوونځي ودانۍ نه لري او هر کال څو نور نوي ښوونځي زياتيږي، له همدې امله د ځاى د کموالي ستونزه ډېره ده.

پکتيا ټول  ۳۳۹ ښوونځي  لري، چې ۱۶۹ يې ودانۍ نه لري، چارواکي وايي هڅې روانې دي چې پاتې ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

د عبدالحي ګرديزي لېسې يو زده کوونکى عمران وايي، چې  دوى اوس مهال په خېمو کې زده کړې کوي که ودانۍ ورته جوړه شي نو ډېرې ستونزې به يې حل شي.

د ده په وينا، ډېر ځله داسې شوي، چې د باد او باران له امله د خېمو د زده کوونکو درس ځنډول شوى دى.