ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر امنيتي سند د خبرو څلورم پړاو ژر پيلېږي

پر امنيتي سند د خبرو څلورم پړاو ژر پيلېږي

author avatar
16 Jun 2013 - 19:04
پر امنيتي سند د خبرو څلورم پړاو ژر پيلېږي
author avatar
16 Jun 2013 - 19:04

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه د خبرو څلورم پړاو به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، ټاکل شوې په نږدې څو ورځو کې د دې مذاکراتو څلورم پړاو په کابل کې ترسره شي.

ده هيله وښوده ، چې د مذاکراتو په دې دور کې به ښه پرمختګ ولري او دواړه خواوې به وکولى شي، چې دا تړون په نږدې راتلونکي کې نهايي کړي او بيا لاسليک شي.

د هغه په وينا، د دې تړون له لارې به له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکاريو لازم حقوقي چوکاټ معلوم شي.

نوموړي د امنيتي تړون په اړه د ځينو شنونکو تبصرې د هغوى شخصي نظريات او بې ځايه افواهات وبلل او زياته يې کړه: “لکه څنګه چې ولسمشر کرزي دا خبره کړې، د افغانستان دولت به د امريکې له متحده ايالاتو سره د امنيتي او دفاعي همکاريو تړون د افغانستان د ملي ګټو پربنسټ لاسليک کوي او په دې ملې ګټو کې د افغانستان د امنيت او ثبات ټينګول، په افغانستان کی سوله راوستل، د افغان ملي ځواکونو زده کړه، تجهيز او اوږدمهاله تمويل دا ټول په کې شامل دي.”

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، دوى د پورتنيو اصولو، موخو او د دوديزې لويې جرګې د سپارښتنو پربنسټ دا مذاکرات مخته وړي او تراوسه پورې په مثبته او دوستانه فضا کې ترسره شوي دي.

خو دى زياتوي: “د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون اخري پرېکړه د افغانستان خلک کوي؛ يوه لويه جرګه به راغوښتل کېږي، دا سند به ورته وړاندې کېږي او لويه جرګه به پرې تصميم نيسي.”

نوموړي د لويې جرګې د دايرېدو کره نېټه په ډاګه نه کړه.

د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ولسمشر وياند ايمل فيضي څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو ته ويلي و، چې که په افغانستان کې ډله ييز او ځانمرګي بريدونه پاى ته ونه رسېږي، له امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک نه شي.

پر امنيتي سند تراوسه پورې درې دورې مذاکرات په کابل کې ترسره شوي، چې د افغان پلاوي مشري په واشنګټن کې د امريکا سفير اکليل حکيمي کوي او د امريکا د پلاوي مشري بيا د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د مرستيال جيمز وارلک په غاړه ده.

د ولسمشر کرزي د څرګندونو له مخې، د امنيتي تړون په اساس امريکا په افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.